Pukhto Nazam. Jang Sa De?
Poet. Matiullah Turab
Matiullah Turab مطيع الله تراب
#نظم
عاجزي زوال نلري
جنګ رټل دي
جنګ وژل دي
جنګ د وينو تويول دي
جنګ پردي ته لاس نیول دي
جنګ
جنګ د ورور د سر وهل دي
زوی بې پلاره, پلار وژل دي
خوږه مور کونډه کول دي
مدرسه کنډر کول دي
مکتبونو ړنګول دي
جوماتونو سوځول دي
جنګ قرآن ته سپک کتل دي
د سنتو تېرېدل دي
جنګ
جنګ په وینو وطن رنګ کړ
د غرور ټاپو يې ړنګ کړ
بې شرمۍ ولولو شرنګ کړ
بې ننګۍ دبدبې دنګ کړ
اوس یې یاد دی
چې بابا تورې به شرنګ کړ
جنګ
جنګ د پېغلو بې ستري ده
لویه لویه بې ننګي ده
وینه تویه افغاني ده
مورکۍ ژاړي خیر غواړي
بچیان جیګ شي مورکۍ داړي
د مستورې ټیکری هلته
په پنجاب کې را ځړيږي
د وطن دبدبه هلته
د تور څټي پښو ته لویږي
مونږه وایو افغانان يو
مګر هر ساز ته ګډیږو
جنګ
جنګ غیرت راڅخه واخیست
اسلاميت راڅخه واخیست
افغانیت راڅخه واخیست
د پښتون هغه شمله اوس
د بې ننګه په سر ایښې
د غیرت کیسې تاريخ شو
کتابو کې یې تش لولو
چې بابا په مشهد خور و
په ډهلي يې پاچاهي وه
اصفهان یې تر سینې و
بخارا په تراره وه
پنجابی یې مسلمان و
نن چې جنګ دی
جنګ کابل په اور لاهو کړ
د ارګ شان یې په دوی خرڅ کړ
ټول جهان یې په دوی خرڅ کړ
د پوځ هره الوتکه
موږ په تله ده ورکړې
جنګ
جنګ غیرت په مفته اخلي
جنګ عزت په وړيا اخلي
شرافت په مفته اخلي
جنګ روسان را مسلط کړل
پنجابیان رامسلط کړ
سل غربیان را مسلط کړل
لا سړي نه یو چې پوی شو
#تراب
Da Matiullah Turab Pukhto Shayeri. Jang.
جنګ. پښتو نظم
شاعري د مطیع الله تراب
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.