Man Without Brain. Carlos Rodriguez, The Man Living Without Brain.
Pashto Blog
هغه سړی چې ماغزه نه لري
(نه منل کېدونکی واقعېت)
آېا پرته له مغزو څخه ژوند کول ممکن دي ؟ پوهان خو لا څه کوې چې دې پوښتنې ته به د ېو بې تعليمه کس ځواب هم منفي وي
خو په ژوند کې کله ناکله داسې پېښې رامېنځ ته کېږي چې ډېرې مهمې علمي نظرېې او ادعا ګانې هم تر پوښتنې لاندې راولي او پوهان مجبوروي چې خپل سرونه وګروي
کارلوس رودريګېس (Carlos Rodriguez) هغه سړی دی چې د مغزو د رول په باب ليکل شوي ټول کتابونه او ادعا ګانې ېې د شک سره مخ کړي دي
کارلوس په څوارلس کلنۍ کې هغه وخت سخت ژوبل شو چې موټر ېې سخت ټکر وکړ ( البته موټر ېې تښتولی و ) او دی د موټر مخکينۍ شيشي سره تر لګېدو وروسته په ډېر زور بهر ته ګوزار شو . سر ېې په ډېر قوت پر سړک ولګېد او کوپړۍ ېې ماته شوه . که څه هم ډاکټرانو د هغه رغېدلو ته هېڅ تمه نه درلوده خو بېا ېې هم عملېات تر سره کړل او په دې ترڅ کې مجبور شول چې د سر کوپړۍ نيمه برخه ېې سره له مغزو - ورڅخه غوڅه کړ
د هغه درملنې په رسمي طبي راپور کې ليکل شوي وو چې که چېرته فرضا کارلوس ېو څه وخت لپاره ژوندی هم پاتې شي نو ښايي د ډول ډول اروايي ناروغېو او د بدن د ضروري فعالېتونو د ګډوډ کارکولو سره به لاس او ګرېوان وي ، ځکه چې د مغزو هغه برخه ترې پرې شوې ده چې دغه کړه وړه اداره کوي
خو کارلوس رودريګېس بېرته خپله روغتېا تر لاسه کړه او ډاکټران حېران وو چې دا څنګه پېښ شول . دې خبرې پر هغوي نور هم سر وګرزاوه چې ېې وليدل د هغه ذهن او حافظه د پخوا په څېر په بشپړ نارمل ډول کار کوي ، هېڅ جسمي او اروايي ستونزه نه لري .
طبي څېړونکو هڅه وکړه چې په ېو نه ېو ډول ، د دغه عجيبه او نه منل کېدونکي واقعیت سپيناوی وکړي خو تر اخره پورې ېې نه ځان او نه هم نورو ته قناعت ورکړلی شو .
لنډه دا چې ټول علمي نظرېات هم د کاڼي کرښې نه دي او د انسان د جوړښت په باب لا هم ټول حقاېق نه دي راسپړل شوي .
Tazagol Shinwary
Man Without Brain. Carlos Rodriguez, The Man Living Without Brain.. Interesting Facts In Pashto. Pashto Times Pashto Blogs about man Without Brain.
Pashto Times
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.