Ghani Khan Aw Ulamaa. Pashto Article By Maulana Khanzeb غني خان او علماء په کال 1928 کښې د پېښور په شاهي مهمان خانه کښې د جمعيت علماء هند کليزه غونډه وه پيرنګېانو اجازه نه ورکوله خو صاحبزاده عبد القيوم ته د جمعیت علماء هند غړو خواست اوکړو هغه د صوبې حاکم ،جارج روس کېپل ، سره خبره اوکړه او اجازه ئې تړې واخيسته پدغه غونډه کښې مولانا محمد علي جوهر ، مفتي کفاېت الله ، مولانا ظفر علي خان ، مولانا حسرت موهاني ، مولانا حسېن احمد مدني ، او ګڼ شمېر نور د هندوستان مشرانو ګډون درلود. پدغه غونډه کښې باچاخان او دهغه مرګرو ته هم بلنه ورکړل شوې وه باچا خان او مقصود جان چې د آزاد سکول اتمانزو مشر وو د ېو څو زده کونکو سره ئې پدغه غونډه کښې ګډون اوکړو . غني چې ددغه سکول زده کؤنکې وو پدغه وخت کښې عمر ديارلس کاله وود پښتنو په ټولنيزو ستونزو ئې ډېر ښه تقرير اوکړو غني خان پخپل تقرير کښې دا خبره هم اوکړه ! زمونږ علماء ته خواست دې چې اوس هم وخت شته راوړاندې شئ او د پښتنو سمه لار ښؤونه اوکړئ پښتانه د جهالت په تورو تېارو کښې ډوب پراته دي که د هند علماء د پښتنو خېر نه غواړي دا د خېر کار نشې کولې نو بېا پ
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.