Sher Alam Aw Mamonai. Pashto Folk Story And Pashto Tappay Lyrics.
مور یې بلۍ په بلۍ ګرځي
د میمونې څادر په چا موندلی وینه
په ناوګۍ کې اوبه نه وې
د میمونې د وینو راغلل سیلابونه
مورې تودې وریجې سړې کړې
د میمونې د مرګ خواره شو آوازونه
ميمونئي پاکه ليوني ده
هغه يي وجنيي دا ماما ماما کوينه
بیا به د کلی منځ ته نه ځم
هلته کښي مور د میمونې ولاړه وینه
پهٔ سترګو ړوند شئ شيرعالمه
د تمباکو پهٔ پانړو چا کړې مرګونه
د ميمونې همزولې راغلي
څوک پسې ژاړي څوک پرې وائې تهمتونه
د میمونئ د مرګ آواز شۀ
جینکو وران کړل د اختر شینکی خالونه
ميمونه جاړي شيرعالم ته
ده کاکا زوي دے ما به نه حلاله وينه
يه شيرعالمه خدائي دي خوار کړه
د تماکو په پانړه چا کړي مرګونه
د مېمونې د مرګ اواز شو
مور ئې ړنده شوه په بازو خله لګو وينه
ده ميموني ده مرګ آواز شو
جينکو پريښودل قلپيان په تنرونو
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.