Naseer Ahmad Ahmadi. Pashto Novelist And Writer Of Bughdadi Peer. Pashto Novel Bughdadi Peer.
By Muhammad Zaman Zalland
نن يکشنبه د پښتو ژبې د مشهور ليکوال نصير احمد احمدي لومړى تلين دى٠
د پښتو د داستاني ادب سر لاری او لیکول نصیر احمد احمدي تير کال د جولای لسمه (چنګاښ ۱۹) د کرونا ناروغۍ له امله وفات شو.
نصیر احمد احمدي په اوسني عصر کې د پښتو ژبې مشهور او کامیاب ناول لیکونکی بلل کیده. د هغه یو مشهور ناول «بغدادي پیر» یې شپږ ځلې چاپ شوی او د دې ترڅنګ یې شاوخوا ۲۵ کتابونه لیکلي وو
بغدادي پیر، د غڼې ځاله، ټال، پټان، نیکه، زرو، جوجو، ازغزن سیم، یوه خبره درته وکم؟ راځئ کیسه ولیکو، رڼا، خونکار، اخ وطنه، بودا او د لېوانو پلونه او رنګه خوږونه د ارواښاد نصیر احمد احمدي لخوا په پښتو ژبه د لیکل شويو اثارو له ډلې څځه دي
د ادب مينوالو او ليکوالانو د نوموړي مړینه د افغانستان د معاصرو داستاني ادبیاتو په برخه کې یوه لویه ضایعه بللې ده
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.