Skip to main content

Khattak Baba Khushal Khan Khattak Best Pashto Ghazal with Explanation

 Khattak Baba Khushal Khan Khattak Best Pashto Ghazal with Explanation



د خوشال بابا مشهور غزل سره د فرهنګ


د جهان په مخ به نه وي، هسې ستا غوندې دلبره

پري رویه، عنبر بویه، سنبل مویه، سمن بره


ګلعذاره، زلفې ماره، شهسواره، خوش رفتاره

باده نوشه، مے فروشه، قصب پوشه، مو کمره


دلنوازه، سرفرازه، عشوه سازه، لعبت بازه

خود پسنده، سربلنده، شکر خنده، لب شکره


طربناکه، ګرېوان چاکه، تل بې باکه، تش تپاکه

خود ارایه، خود نمایه، خود ستایه، خوش هنره


غزل خوانه، خوش الحانه، دُر دندانه، لب خندانه

عنبر خاله، پُر خیاله، تل خوشاله، د زړه غوره


فرهنګ

Explanation And Meanings Of Classic Pashto Difficult Words in Khattak Baba Poem ( Ghazal) 


پري رویه : د پري غوندې څهره لرونکي 


عنبر بویه : د عنبر غوندې خوشبو لرونکي 


سنبل مویه : د سنبل غوندې خوشبوداره زلفو والا


سمن بره : تکه سپينه ( د ياسمين ګل غوندې) 


ګلعذاره : د ګل غوندې څهره والا


زلفې ماره : د اوږدو زلفو والا


شهسواره : د اس سواره ( مجازًا د حسن او جمال په اس)


خوش رفتاره : په ناز و انداز تلونکي 


باده نوشه : مے خوار ،شراب نوش


مے فروشه : ساقي


قصب پوشه : د قصب اغستونکي ( قصب یوه کپړه ده چې

 مصر کښې جوړيږي)

مو کمره : د وېښته په څېر نرۍ مله لرونکي



دلنوازه : زړه خوشالونکي


سرفرازه : ممتازه ،معززه


عشوه سازه : ناز و ادا کونکي


لعبت بازه : لوبې کونکي (مجازًا په عاشقانو) 



خود پسنده : مغروره


سربلنده : معززه،  د اوچتې مرتبې والا


شکر خنده : د خوږې خنده والا



لب شکره : د شکرې په شان خوږو شونډو والا

طربناکه : فرحت بخشه،  زړۀ خوشالونکي

ګرېوان چاکه : ديوانه، سودائي

تل بې باکه : بې خوفه

خود ارايه : د خپل ځان ارایش و زېبايش کونکي 

خود نمایه : د خپل حسن و جمال ښکاره کونکي

خود ستایه : د ځان صفت کونکي

خوش هنره : د هنر څښتنه 

غزل خوانه : د غزل ويونکي 

خوش الحانه : د ښايسته اواز مالکه

دُر دندانه : د ملغلرو په شان سپينو غاښونو والا

لب خندانه : چې په شونډو يې هر وخت خنده وي

عنبر خاله : په مخ خالونه لرونکي 

پر خیاله : د لوړ فکر و خیال مالکه 

تل خوشاله : هميشه خوشاله 

د زړه غوره : د غوره او بهترین زړۀ څښتنه

(احسان صېب څخه)


Pashto Times. Pashto Times Tags. 

Khushal Khattak Ghazal. Da Jehan Pa Makh Ba Na We hase Ta Ghondi Dilbara. Pashto Classic Ghazal Explanation of Khushal Khattak.

Khattak Baba Pukhto Ghazal Da Jehan Pa Makh Ba Na We Hasi Ta Gundi Dilbara. Khattak Baba

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso