Wadan Utmankhail Pashto Ghazal Pashto Poetry Text.
د زمکې غم دی؛ مونږه تر فلک راوړی دی!
غوَږ ونیسه جانانه! زړه مې ډک راوړی دی!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مُلا! که ما رباب جُومات ته را نه وړو نو دا دی!
جُومات ته دې سړي؛ ولې ټوپک راوړی دی!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا وینې؟ دا مُلا چې دی ولاړ او تالاشي کړي؟
دا بـ ـم دغه مُلا په دې سړک راوړی دی!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا وس مې وو او دا مې د کاروانه سره وکړل!
د خپل سالار نیلي له مې چابک راوړی دی!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تا وی زه مینه نه کووم؛ تصویر مې بېرته راکړه!
ما نه راوړو؛ خو ما په دغه ټک راوړی دی!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا سیمه به څوک نه پېژني دا څنګه کیداې شي!
دې سیمې د "ودان" په شان هلک راوړی دی!
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.