Pukhtana Jenai. Pashto Nazam Poetry
Poet. Dr. Sohail Khan
پښتنه جينۍ
دغه يو دنګا جينۍ
لاچي لونګا جينۍ
تګ د ښارو کوي
هوا کښې څنګه جينۍ
سمه نشه ښکاري
جوړ پلوشه ښکاري
دغه باغوانه جينۍ
ښکلې افغانه جينۍ
دا د قدرت نمونه
يو ګل اندانه جينۍ
ور'ته ورته ښکاري
جوړ فرښته ښکاري
د غه کونتر جينۍ
ښکلې نختر جينۍ
دغه صادقه مينه
د اشنغر جينۍ
خه ليونۍ ښکاري
جوړ ګلالۍ ښکاري
دغه مرکز د سفر
لکه راغونډ نيلوفر
دغه شعور نه ډکه
لکه زړګې پيښور
ښکلې جانان ښکاري
جوړې ايمان ښکاري
دغه د سوات بلبله
د ښاپيرو درشله
دغه شړ شنګ سندره
د بڼ په خوا کښې تلله
د رنګ وله ښکاري
جوړ غزاله ښکاري
د غر د سره جينۍ
دغه بهادره جينۍ
چې خپل مکتب وايي
د غه زرګره جينۍ
سپينه مرغۍ ښکاري ـ
جوړ ديروجۍ ښکاري
دغه نينو کښې پولۍ
سر په تلي کښې لالۍ
لکه د واورې جوړه
ښکلې خاٸسته کابلۍ
سمه پاګله ښکاري
جوړ شربت ګله ښکاري
سهيل خان
Pukhtana Jenai. Pashto Poem Pashtun Girl by Dr. Sohail Khan. 2022 Pashto Nazam
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.