Mehmood Ghaznavi Aw Pukhtun Dushmani. Book Review By Muhammad Ali Kargar. Book By Waqas Esapzai. بغاوت ته خو اړتيا ده ! په دې وروستيو ورځو كي يوه كوچني رساله چې نوم يې دى (محمود غزنوي اوپښتون دوښمني ) را ورسېده . زه دې عنوان حيران كړم . خو ژر مي ولوسته. زه يې دليكوال په هدف اوذهنيت پوه كړم . دا يو نوښت دى . بغاوت يوازې ديو رژيم اودحاكميت او يا د نظام په وړاندې نه دى . بلكې تر هر څه دمخه زموږ فرهنگ دې ته اړه لري چې دځيني شيانو،عناصرو او ښكارندو په وړاندې چې ناسم دود شوي دي بغاوت وكړو . خوشحال بابا هم په سوات نامه كې زيات نه زياته دا اسطوره شكني كړي ده . غني خان روح يې ښاد اوسه ، دا كار په خپل وخت كې كړي دي خو غني خان يې په رسا ژبه كوي . د محمود غزنوي اوپښتون دوښمني رساله دا ډول يوه مفكوره پر مخ بيايي . دا ځكه چې پښتانه په اسلام اومسلمانې دومره مين اوليوال دي چې ان قاتلان او ظالمان ډاكوان هم ستايي . بابر خو ستايي . سلطان محمود غزنوي ستايي چې دپښتنو له فرهنگ او دود دستور سره يې كره دوښمني كړي يوازې چنگيز او سكندر پاتي و چې دهغو يې هم ستاينه كړي واى . دا ټولې خبري يو د
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.