Skip to main content

Mehmood Ghaznavi Aw Pukhtun Dushmani. Book Review By Muhammad Ali Kargar

Mehmood Ghaznavi Aw Pukhtun Dushmani. Book Review By Muhammad Ali Kargar. Book By Waqas Esapzai.


 بغاوت  ته خو اړتيا ده ! 

په دې وروستيو ورځو كي يوه كوچني رساله  چې نوم يې دى  (محمود غزنوي اوپښتون دوښمني ) را ورسېده . زه دې عنوان حيران كړم . خو ژر مي ولوسته.  زه يې دليكوال په هدف اوذهنيت پوه كړم . دا يو نوښت دى . بغاوت يوازې ديو رژيم اودحاكميت او يا د نظام په وړاندې نه دى . بلكې تر هر څه دمخه زموږ فرهنگ دې ته اړه لري  چې دځيني شيانو،عناصرو او ښكارندو  په وړاندې  چې ناسم دود شوي دي  بغاوت وكړو .  خوشحال بابا  هم په سوات نامه كې زيات  نه زياته دا اسطوره شكني كړي ده . غني خان  روح يې ښاد اوسه ، دا كار په خپل وخت كې كړي دي خو غني خان يې په رسا ژبه كوي . د محمود غزنوي اوپښتون دوښمني رساله دا ډول يوه مفكوره پر مخ بيايي . دا ځكه  چې پښتانه  په اسلام اومسلمانې دومره مين اوليوال دي  چې ان قاتلان او ظالمان ډاكوان هم ستايي . بابر خو ستايي . سلطان محمود غزنوي ستايي  چې دپښتنو له فرهنگ او دود دستور سره يې كره دوښمني كړي يوازې چنگيز او  سكندر پاتي  و  چې دهغو يې هم ستاينه كړي واى . دا ټولې خبري يو دليل لري اوهغه دا  چې نه معرفت اوناخبري ددې مسايلو سر چينه ده . غني خان وايي : 

بابر چې راروان شو، تا ته جنگ له تاتاره

تا وې د چنگيز زوی ته زما وروره مسلمانه 

هغه درته مسکی شو، وې زموږه دا رواج دی

چې يو ځل يې بری شي، نو ورور خره بيايي له وروره 

د زور قانون کې ورور نشته يو يار شته يو کمتره 

کتاب د ملا گران دی، د خپل ژوند کتاب دې گوره 

باچا يې ښکار د قامونو دی، دا زور او توره غواړي 

مستي د غازي غواړي، د ژوندون نشه سرتوره 

د باز او د کمترې ورورولي ده چا ليدلې؟ 

ځه ورک شه ځان له ورو چرته د ځان هسې وگوره 

نو ای د زمرو زويه تا گيدړ جوړ که له ځانه 

خاني د صدو لاړه چې ته لاړې له ميدانه 

يو بل وږی تاتار و د ډاکوانو مير لښکر وه 

جامه کې د اسلام شو د غزني نه راروانه 

زما د شنو سيندونو، سرو گلونو ملک يې وران کړو

بدل کې يې قیصې د گلو راکړې له ايرانه

څه کفر څه انکار شو، يو رنگ بل يې تصوير شو

چې چل او حرص يو شي صحرا جوړ کړي له بوستانه 

زما د لوړ ژوندون نخښې يې خاورې کړې ايرې کړې

په نوم د بت شکن يې غټ بت جوړ کړو له خپل ځانه 

نامه يې را له ورکه او تاريخ يې سپيني پاڼې 

ښارونه مې ډېرۍ کړي او د نيکه حجره مې ورانه 

تش لاس او ښپې مې څه چې زړه او سر مې غلامان شو 

خو اوس وكاس اسپزي په خپله كوچني رساله   كې په همدې پل تللى دي . په زړه پوري خبري لري . خو هيله داده  چې نوره هم وغزول شي او نوي نسل په دې پوه شي   چې په ماضي كې څه روان وو ؟. موږ تل دخپلو نيكوا حساساتو  اوصداقتونو ښكار شوي يو. نوى نسل دي ته اړتيالري  چې اساطير ماتونه وكړي . دروغجن او پمبه پهلوانان اودهغو كار كردگي اوپښتون دوښمني بربنډه كړي .  زه ياده رساله او محتويات ستايم خو  دليكوال نه هيله ده  چې كار ته دوام وركړي ځكه دا دپټي سر دى پټى وروسته سورور دې . يوازې درسالي څو جملي دلته داختتاميي په توگه را وړم : ليكوال ليكي : 

” .... مطلب دلته دمحمود حصول اسلامي شريعت نه بلكې د واك حصول و  او  چې كله زه دا خبره كوم  چې محمود غزنوي دسياسي حصول دپاره مذهب كارولى و اود مذهب نه يې سياسي استفاده كړي وه  نو يو شمير كسان به وايي  چې دا هغه وخت سياست چرته وو اوته يې داسلام خدمت ته وگوره . “ 

رساله يو لړ حقايق لري  خو د محمود كارروايي دحسنك وزير ،دابن سينا ، فردوسي اونورو علم پالو په وړاندي مالومه ده  په هغه دغلامي ذهنيت ډير پياوړي و.  د كمتري عقدي يې  دحكمراني له لاري تعميل كړي  په تيره په پښتون اولس . 

درسالې دليكوال  هڅه ستايم خو نور كار يې اړين بولم دې بغاوت ته بايد ټول پښتانه روښانفكران اوږه وركړي .

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso