Afrasiab Khattak About Russia Ukraine War And Russian Anti Aircraft. Pashto Article About Ukraine, USA And Russia War In Ukraine روسیه خپل (s400 ) توغندی په چین او ترکیه باندی پلورلی دی اوس یی هندوستان ،مصر ،الجزایر ،ویتنام ،عراق ،قطر ،عربستان هم غواړی چه د روسیی سره ورته معامله وکړی د روسیی جوړ سوی (s400 ) توغندی چه په اصل کی د توغندیو دفاعی سیستم دی ، کولای سی چه د امریکایی کروز توغندیو ، د امریکا جوړ سوی تام هاوک توغندی ، جنګی جیت الوتکی لکه ( F15,F16,F22,F35, ) او د فرانسی جوړ سوی ( رافال ) اود ( یوروفایتر ) جیت الوتکو ضد دفاعی موثر سیستم لری ، ځکه امریکا او ناټو د روسی جوړ شویو توغندیو ( S 400) د مارکیټنگ په کلکه سره خلاف دی چه دیوه اړخه د امریکا د اسلحی مارکیت مخ په ځوړ ځی ، نور هیوادونه بیا د امریکا او فرانسی د جنگی جیت الوتکو او دفاعی توغندیو سیستم ته زړه نه ښه کوی ، او دبله طرفه څخه ، د روسیی هیواد اقتصاد په عاجل ډول ښه تقویت کیږی ، او همدارنګه د هغو هیوادونو سیاسی دیپلوماتیکی اړیکی د روسیی سره رغون پ...