Skip to main content

Afrasiab Khattak About Russia Ukraine War And Russian Anti Aircraft

 Afrasiab Khattak About Russia Ukraine War And Russian Anti Aircraft.

Pashto Article About Ukraine, USA And Russia War In Ukraine 




روسیه خپل 

(s400 )

 توغندی په چین او ترکیه باندی پلورلی دی اوس یی هندوستان ،مصر ،الجزایر ،ویتنام ،عراق ،قطر ،عربستان هم غواړی چه د روسیی سره ورته معامله وکړی


د روسیی جوړ سوی 

(s400 ) 

توغندی چه په اصل کی د توغندیو

 دفاعی سیستم دی ، کولای سی چه د امریکایی کروز توغندیو  ، د امریکا جوړ سوی تام هاوک توغندی ، جنګی جیت الوتکی لکه ( F15,F16,F22,F35, ) او د فرانسی جوړ سوی ( رافال ) اود ( یوروفایتر ) جیت الوتکو ضد دفاعی موثر سیستم  لری ، 


ځکه امریکا او ناټو د روسی جوړ شویو توغندیو ( S 400) د مارکیټنگ په کلکه سره خلاف دی چه دیوه اړخه د امریکا د اسلحی مارکیت مخ په ځوړ ځی ، نور هیوادونه بیا د امریکا او فرانسی د جنگی جیت الوتکو او دفاعی توغندیو سیستم ته زړه نه ښه کوی ، 


او دبله طرفه څخه ، د روسیی هیواد اقتصاد په عاجل ډول ښه تقویت کیږی ، 

او همدارنګه د هغو هیوادونو سیاسی دیپلوماتیکی  اړیکی د روسیی سره رغون پیداکوی چه مخکی د ناټو یا امریکا ملگری ملکونه حسابیدل لکه ترکیه ،عربستان ،قطر ،بلغارستان ،یونان او نور 


د امریکا د سلاح جوړولوٌ دتکنالوژی غوره والی او غرور هم تر سوال لاندی راځی 


کله چه د عربستان او یمن په جگړه کی د امریکا جوړ سوی دفاعی توغندی یا patriot  تر ډیره ناکام ثابت سول او هغسی پایله یی ورنکړه چه توقع ځنی وه ، نو ځکه عربستان مجبور سوو چه د خپل هیواد د دفاع لپاره د روسیی  جوړسوی  (S400 )دفاعی سیستم لپاره د روسیی سره قرارداد وکړی ولی امریکاهیواد ‌و

 عربستان ته تهدید وکړ چه د امریکا د بندیزونو سره به مخ سی ، 

عربستان دیاد قرارداد څخه په موقت ډول لاس واخیست 


ولی ترکیی ، ، ایران ، الجزایر ، چین د امریکا د تلاش او تهدید سره سره بیا هم د روسیی سره قرار داد لاسلیک کړاو یاد دفاعی سیستم یی تر لاسه کړ 


ترکیی ځکه دامریکا هرډول تهدید ته منفی ځواب ورکړ چه ترکیه د ناټو غړۍ هیواد دی خوٌ ناټو او امریکا دواړو هیوادونو  د ترکیی د دفاعی سیستم په اکمال کی هیڅ د ترکیی خبره قبوله نکړه حتی امریکا د پاټریات patriot توغندی هم ترکیی ته ورنکړل 

، 

دبله اړخه امریکا د ترکیی هیواد د ناکامه کودتاه رهبر تر اوسه په امریکا کی ساتلی چه ترکیه یی سخته په قهر کړی 


همدارنګه امریکا په سوریه کی د  p k k دسازمان نظامی ملاتړ کوی چه دp k k ترکانو  سازمان د ترکیی لپاره یو تروریستی سازمان بلل کیږی د نوموړې سازمان رهبر ( عبدالا اوجالان ) د پنځه ویشت کالو راهیسی په ترکیه کی زندانی دی 


نو ځکه ترکیی د 9 میلیارد دالرو په ارزښت د روسی سره د S400 دفاعی سیستم قرارداد منعقد کړ او دوه نیم ملیارده دالره  ییی روسیی  ته ورکړی هم دی روسیی نوموړی سیستم ترکیی ته انتقال کړ


دامریکا لویه ویره داده چه امریکا د ترکیی سره له مخکی د F35 الوتکو قرارداد د 11 میلیاردو دالرو په ارزښت منعقد کړی وو چه 100 وزره یادی جنګې جیت الوتکی به ترکیی  ته تسلیموی ، 

دوه وزره F35 الوتکی یی دمخکی ترکیی ته دقرارداد له مخی سپارلی دی او ترکیی 900 میلیونه $ امریکا ته ورکړی دی ، 


اوس امریکا ویره لری چه د ترکیی څخه به د F35  الوتکو تکنالوژی روسیی ته انتقال کړی نو ځکه یی یاد قرارداد د تعلیق په حالت راوستلی دی ، 


ترکیی ته یی اخطار ورکړی چه د روسیی دفاعی سیستم په ځای باید امریکایی patriot توغندی وپیرئ خو ترکیی داخبره قبوله نکړه 


س -400 یو سیار دفاعی توغندیز سیستم دی چه کولای سی خپل هدف په څلور سوه کیلومتره فاصله کی د 27 کیلومتره په ارتفاع کی خنثی کړی 


د روسیی دیاد  دفاعی سیستم قیمت د امریکایی پاتریات توغندیو په نسبت په دوه برابره کم دی 

او هم یی موثریت گرانتی دی ، دانتقال وړ او مدرن تکنالوژی ده


سپوتنیک لیکلی چه د روسیی د لیبرال دموکرات گوند مشر ( ژیرینوفسکی ) وایی چه روسیی  ډیر وخت وړاندی د s500,S600,SS700او S800 ډوله توغندیو تکنالوژی ته لاسرسۍ پیدا کړی چه خپله اردو یی ورباندی سمبال کړی 


په همدی دلیل د امریکا ددفاع وزیر څه وخت وړاندی په هندوستان کی وویل د امریکا شریک هیوادونه باید د روسیی دفاعی سیستم سره معامله او قرارداد ونکړی چه د امریکا د بندیزونو سره به مخ شی 

خو هندوستان په 2019 کال د پنځه میلیاردو‌ $ په ارزښت د روسیی سره قرارداد لاسلیک کړی دی 


د روسی S500  ډوله دفاعی توغندی په سوریه کی څه وخت وړاندی ، په کامیابۍ سره وازمویل سوو 


نوموړی سیستم 14 توغندی لری ، په محدودو ثانیو کی د فیر لپاره آماده کیږی ، قیمت یی شل ملیارد $ دی ، په 600 کیلومتره فاصله کی د 40 km په ارتفاع کی هدف له منځه وړی 

چه په 2021 کی د استفادی وړ دی لمړنی هیواد چه حاضر سوی قرارداد ورسره وکوی ، هغه هندوستان دی 


همدارنگه امریکا په اروپایی اتحادیی فشار وارد کړی تر څو اروپایی اتحادیه د هغه اردو د جوړولو څخه منصرفه کړی چه اوس یی اروپایی اتحادیه  په پلان کی لری 


دامریکا دا استعماری پالیسی اوس د امریکا شریک هیوادونه مجبور کړی چه د ځان لپاره یوه بله چاره ولټوی که داسی ونکړی امریکا به هر یو غربی او شرقی هیوادونه دخپل استعماری او استثمار د پالیسۍ قربان کړی


Afrasiab Khattak About Russia Ukraine War And Russian Anti Aircraft. Afrasiab Khattak About Russia VS US War In Ukraine. Pashto Info Blog About Ukraine War. Ukraine War Explained In Pashto.

Pashto Times Ukraine War Updates In Pashto.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso