کتاب د نړېوالې ورځې په مناسبت د کتاب په حواله د پښتو د شاعرانو شعرونه ---------------------------------------- په هغه جهان به خلاص وي له عذابه چي دلې يې سروکار وي له کتابه (خوشال نیکه) یو کتاب په ټول سړبن کښ چا ؤ نۀ کۀ بې رحمانه چې ېئ ؤکۀ دا کتــــاب منورین خـــو یا کتاب خوري یا کتاب وخوړۀ پښتو پۀ هغو ده ژوندۍ چې کتاب نۀ پېژني سائل دا لکها زره کتابه, مونږه دا ټکے زده کړے که تک تور يې هم ښیشته شي چې د یار د زنې خال شي غنې خان ستا د سترګو د حیرت په تماشه دی ستا د مخ د کتاب واړه صفحی خاندی تسنیم رح د کامل پۀ خته بند د مخ کتاب کړه ما خاطر پۀ خداے سپارلے زۀ به مړ يم خاطر اپريدے په کتابونو کښې خو وې په حقیقت کښې نۀ وې ځینې خبرې لا د خلقو په قسمت کښې نۀ وې قېصر اپریدے څوک شاعر به وي مړ شوې بيا فارانه په ردۍ کښې چې خرڅ شوي کتابونه فاران ممتازه په ځان نۀ یمه د پارک په بنچ به شپه کړم حیران یم چرته یوسم المارۍ د کتابونو ممتاز لالا ماخود ژوند په کتاب بل اعتراض نه دے کړے مائې تنقيد په بې ترتيبه سريزه اولېکو صاحب شاه صابر م...