Skip to main content

Posts

Gowrgoru blueberry. Pashto article

ګورګورې : Blueberry ګورګوري یوه غرنۍخوږه مېوه ده چې په عربی ژبه یې( توت ازرق ) ، ایرانیان ورته ( توت آبي ّ) ، په هندي او اردو ژبویې (نیل بیري ) او په انګریزی ژبه یې  ( blueberry) بولي .ګورګوري تور بانجاني رنګ  لري او زیاتره په ځنګلونو اوغرونوکې پیدا کیږي . ددې میوې ونه اغزنه او  تر څلورو مترو پورې لوړیږي، پاڼې یې نرۍ  اومیوه یې په وچه او تازه ډول پیدا کیږي او ګردې دانې لري . ګورګورې دنړۍ په ډېرو هېوادونو ا او هم دافغانستان په خوست ، ننګرهار ،لغمان ، پکتیکا او کونړاو دپښتونخوا په ډېرو سېمولکه بنو او دېره اسما عیل خان   کې هم دګورګورو ونې شته .ګورګورې په عمومي دول دتودواوګرموسېمو مېوه ده . ګورګوري یوه ډېره ګټوره مېوه ده او انرجي ،قندونه ، کاربو هیډریډ ،  پروټینونه ، فایبرونه، اوسپنه ،کلشیم ، پوتاشیم او ډیر وایټا مینونه هم لري چې په دغو وایټامینو نو کې  ویتامین B1 ،ویتامین B2،ویتامین B3  , (ویتامینB5،ویتامین B6،ویتامین C،ویتامین E او ویتامین K. د ګورګورو خوړل لاندینۍ  طبي ګټې لري :  ۱- هغه څوک چې دشکرې ناروغي ولري ورسره ډېره مرسته کولی شي .  ۲- دوینو دفشار لپاره هم ګټوره مېوه ده . ۳- هغه

Faqir epi Haji Mirzali khan. Urdu article

فقیر ایپی: جنگِ آزادی کا ’تنہا سپاہی‘ جس نے پاکستان کے خلاف ایک آزاد مملکت ’پختونستان‘ کے قیام کا اعلان کیا فقیر ایپی (مرزا علی خان): فقیر ایپی (1897ء تا 1960ء) جن کا اصل نام مرزا علی خان تھا، شمالی وزیرستان کے ایک پشتون تھے۔ ان کے معتقدین ان کو حاجی صاحب کہتے تھے۔ حاجی میرزاعلی خان جو بعد میں فقیر آف ایپی مشہور ہوئے قبیلہ طوری خیل وزیر سے تعلق رکھتے تھے۔ وہ موضع اپپی میں ارسلا خان کے ہاں پیدا ہوئے۔ ابتدا ہی سے طبعیت میں سادگی، درویشی اور خلوص پایا جاتا تھا۔ دینی شوق انہیں بنوں لے آیا۔ علاقہ نورڑ بنوں میں حصول دینی تعلیم کے لیے ایک دینی مدرسے میں داخل ہوئے۔ انہیں دنوں اسلام بی بی کا واقعہ پیش آیا۔ وہ بہت ٹھنڈے دل او رمعتدل مزاج کے انسان تھے۔ وہ جلد اشتعال میں آنے والے انسان نہ تھے انہوں نے اس واقعے پر فوری جذباتی رد عمل نہ دکھایا۔ وہ انہیں دنوں نورڈ سے شہر بنوں آ رہے تھے کہ شہر بنوں کی ایک مسجد (ٹانچی بازار) کے بڑے دروازے کے سامنے جم غفیر جمع تھی وہ ادھر متوجہ ہوئے معلوم ہوا کسی غیر مسلم نے تحریر کردہ کلمہ طیبہ پر غلاظت ملی ہے وہ سمجھا کہ یہ ہنود اور عیسائیوں کی مشترکہ شرارت ہے اب ان س

Haji Mirzali khan Faqir epi. Detailed research article

ایپي فقیر د ازادۍ د لاري ستر مبارز! عبدالباري جهاني ایپي فقیر( میرزا علي خان) په یوه حساب په ۱۸۹۷ میلادي او په بل حساب په ۱۹۰۱ میلادي کال کي په شمالي وزیریستان کي، د توچي درې د ایپي په کلي کي، په یوه روحاني او متدینه کورنۍ کي دنیا ته راغلی دی. دوولس کلن وو چي پلار یې ارسلا خان وفات سو. په حکومتي او مذهبي ښوونځیو کي تر لومړنیو زده کړو وروسته يې ډېر ژر د انګرېزي استعمار پر ضد تبلیغاتي مبارزه پیل کړه او د عمر له پوخوالي نه مخکي حج ته ولاړ؛ له دغه امله د سیمي خلکو د عمر ترپایه حاجی صاحب باله. ایپي فقیر، په سیمه کي، یو له هغو استثنایی مبارزینو څخه دی چي د ژوند تر پایه پوري د انګرېزي استعمار، او د پاکستان له جوړېدلو څخه وروسته، د هغوی د لاس کښېنولي حکومت، سره مخالف پاته سو او یو له هغو د ګوتو په شمېر مجاهدینو څخه دی چي د ژوند تر پایه پوري یې له هیڅ قدرت سره داسي سودا ونه کړه چي د ده خپلواکی ته لږ ترلږه زیان ورسوي. ایپي فقیر د ډېري ځوانۍ څخه په دې پوهېدی چي د انګرېزانو پر ضد یوازي تبلیغات کافي نه دي او یوازي په دغه وسیله انګرېزان له خپلي سیمي او د ټول هندوستان څخه نه سي شړلای او د هغوی پر ضد

Faqir Eppi and Pashtunistan. Moulana Khanzeb

پښتونستان او فقير اېپي . -----------------------------------                                            ليک مولانا خانزېب. راټولې په ګوروېک د حاجې صاحب لښکرې دي جنګ  د ازادۍ  له پشتنو اغوستې  زغري دي  جنګ دې په ګوروېک !!!! فقير اېپي چې خپل نوم ئې ميزرالي خان وو او په ،پښتون چې ګوېرا ،هم د خپلو ، چيريکي جګړو ، د مهارت په وجه ېادېږي  په خټه اتمانزئې وزير وو د کهجورې سره نزدې په ،کړته ،نوم ئې کلي کښې په ۱۸۹۷ ېا ۱۹۰۱ کښې زېږېدلې وو  په اېپي کلي کښې د امام په حېثيت استوګن پاتي وو اېپي په اصل کښې ،ايوبي ،کلې وو خو په وېنا کښې په اېپي بدل شوې په ۱۹۲۸ کښې چې کله د حج نه راستون شو نو د ېو روحاني مشر په توګه ېاد شو او د خپل نوم په ځائې په ،فقير اېپي ئې شهرت اوموند . فقير اېپي ېو پښتون اتل او قامي مبارز دې په وسلواله مبارزه ئې باور وو او تر آخره د دغه اړخ سره پاتي شوې  د فقير مبارزه په دوه برخو ويشل کېدې شي. ېو هغه پېښه ده چې په کال ۱۹۳۴ کښې په بنو کښې د ېو هندوې جينې ،رام کوري ، چې مسلمانه شوې وه او په اسلام بي بي ېادېږي د شير علي خان نوم ئې کس سره نکاح کړې وه او دهغې نه بېا د هندوانو او مسلمانا

Che Guevara. pashto article

ارنسټو ګوېرا ډيلاسرنا ( Ernesto Guevara de la Serna) يا په عامه اصطلاح چې ګوېرا (Che Guevara ) او يا يوازې (Che ) د نړۍ په تاريخ کې، ځانګړې توګه په تېره پېړۍ کې يو نامتو انقلابي پاتي شوی، ۲۰۰۰م کال د جنورۍ مياشت کې ټايم مجلې د تیرې پیړۍ په سلو بااثرو(مؤثرو) خلکو کې وګاڼۀ او د Che Guevara هغه مشهور انځور چې البرټو کورډا ( Alberto Korda) واخيست او زړۀور ګوريلا ( Heroic Guerrilla ) نوم يې ورکړ، د شلمې پېړۍ تر ټولو مشهور انځور او سمبول وګڼل شو. د هغۀ نوم، افکار، روماني انځور د هغو لپاره يو سمبول او د روح يوه برخه وګرځېده څوک چې باور لري، انساني استحصال او ټولنيزې بې عدالتۍ يوازې د انقلابي وسيلو له لارې پاکېدای شي. په تاريخ کې داسې شخصيت ډېر کم پیدا کېږي چې پوره جذبې سره يې انقلابي افکار خپل کړي او عمل پرې کړی وي‌. بله دا چې ځينو د دۀ افکارو ته هېڅ درناوی نه درلود خو د دۀ د انقلابي ژوند تل پاتې نوم او تاريخي شخصيت کاريزما ( Charisma ) پرې اثر غوړولی وو. د تېرې پېړۍ مهمو لسيزو کې انقلابي تحريک نړۍ ولړزوله او دا تحریک خپله ده پیل کړی وو. د مکسيکو د بهرنيو چارو وزير(۲۰۰۰-۲۰۰۳)او سياست پوه د

Dandasa. Pashto Article

دنداسه او په پښتو لنډیو ( ټپو) او شعرونو کې یې یادونه --------------------------------------- دنداسه د غوزانو ( چارمغز) د ونې پوستکی دی ، ددغې ونې پوستکی ددغې دونې د ډډونو نه پرې کیږي او بیا ددغې ونې دنري پوستکي په وسيله ښځې او نجونې خپل غاښونه پاکوي او شونډې پرې سري کوي. کليوالي ښځې او نجونې د دندانسې نه دشونډو دسروکولو او دغاښو د کريم کار اخلي او څرنګه چې يو ډول حامضيت یا ا سیډیک خا صیت لري نو غاښونه ډېر ښه سپينوي . پخوا به دهغو سیمو خلکو چیرته چې د غوزانو ونې پکې شته د خپلو کليو او باڼدو نه له ځانه سره دنداسه ښارونو ته وړله او خرڅوله به یې . پښتنو ښځو به ترخه دنداسه خوښوله او علت یې داو چې په ترخې دنداسې غاښونه په سمه توګه پاکيږي او له دې سره هغه خپل رنګ هم په شونډو تر ډيره وخته پوري پاتي کوي۔ پښتنوميرمنو او نجونو په خپلو خوشالیو، ښادیو او اختر ونو په ورځوشپو کې دنداسه کاروله خپل غاښونه به یې پرې سپینول او خپلې شونډې به یې پرې سرې کولې . نن ورځ چې دغاښونو کریمونه (toothpaste ) یازارونو او مار کیټونه ته راوتلي دي نو دنداسې هم خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی او ډیر لږ ې ښځې او نجونې یې کار

Muhmand.Aimal kham nomand

Azmat Khan ایمل خان مومند په 1669 کې ده روښناېي تحریک یعنې ده پیرروښان ده تحریک پای او ده ایمل خان ده تحریک پیل ورته ویلی وشو ایمل خان ده روښاني تحریک ده مړ اوور یوه سپرغۍ وه چې یو ځل بیا ترې مغولو ته لمبي جوړې شوي. ایمل خان ده ازاد ریاست اعلان کړی و خپله سیکه ېي جارې کړې وه .مغولي تاریخ لیکونکې ده سېکي سره ده خطبي یادونه هم کوي.ایمل خان ده مغلو پر ضد ده یو ازاد ریاست اعلان وکړو مغلي حکمران محمد امین او ده هغه نایب حسین بیګ چې خوشال خان خټک هم ورسره و هغه وخت ده مغولو یو څو سپایانو ده یوي صافۍ تورسرې بیعزتي وکړه او ساپو هغه مغولي سپایان مړه کړل او حسین بیګ ترې ده مغولي سپایانو ده قاتلانو غوښتنه وکړه خو ساپو ورنه کړل او مغلو په دغه وجه ساپو سره جنګ وکړو ساپي ېي ډیر بي ګناه مړهٔ کړل نو ایمل خان جرګه ورلیږله او ساپی قام سره ېي ملاتړ وکړو او په حسن بیګ ېي بیا حمله وکړه او هغه ته ېي ماتې ورکړه محمد امین ده حسین بیګ له ماتې خبر شو په 1672 کې ده ژمې وتلو نه وړاندې هغه یو لوي لښکر ده هاتیانو .توپونو .شاهي خزانو او ده حرم ده ښځو په شمول تیار کړو او کابل ته روان شو دغه لښکر کې ورسره ده اورکزیو

Lyrics of Rahmat Shah sayel Nazam

دَ خپل ډېر ګران اؤ زړۀ ته راتېر فهد آیوب ورور پۀ غوښتنه دَ سائل صېب دَ کتاب((دَ ویر پۀ چم کښې وار دَ نغمو دے)) نه یوه ډېره مشهوره اؤ انقلابي سندره ټولو قام پاله ملګرو اؤ مینه والو ته پۀ ډېر پُښتنه مینه ډالۍ ـ مینه اؤ مننه 🎀🌺💚️💐️❣️💚️💞🍀🌺🍀💐💚🌺🎀 را واخلئ بیا دَ انقلاب سرۀ نشانونه پُښتنو ځلمو دا خاوره انقلاب غواړي دَ آزادۍ ملګرو  چې پۀ خندا کړو دَ ژوندون مړاوي ګُلونه ګُلالو ځلمو دا خاوره انقلاب غواړي دَ آزادۍ ملګرو دَ دغې خاورې دے وطن پۀ خاطر  ملګــرو  پاڅئ  بېداري  پېدا  کړئ دَ  دې  تالا  والا  ګُلشـن  پۀ  خاطر  ملګــرو  پاڅئ  بېداري  پېدا  کړئ دَ سُـور سپـرلي دَ ګُلبـدن پۀ خاطر  ملګــرو  پاڅۍ  بېداري  پېدا  کړئ شلول به غواړي زولنې اؤ زنځیرونه لېونو ځلمو  دا خاوره انقلاب غواړي دَ آزادۍ ملګرو توئي پۀ وطن کښې دَ ځلمیانو وینې  ځلمـو  پۀ  تاسو  باندې  سوال  کوي  دَ خوئېندو مئېندو ماشــومانو وینې ځلمـو  پۀ  تاسو  باندې  سوال  کوي دَ  دهقانانــــــو  مـــــــزدورانو  وینې  ځلمـو  پۀ  تاسو  باندې  سوال  کوي  کۀ ځان ګټل غواړئ نو اوشیندئ سرونه لېونو ځلمو دا خاوره انقلاب غواړي دَ آزادۍ م

Evolution and Islam. Urdu article

آئیں اس صاحب کا سائنس سے لا علمی کا اندازہ اس تحریر میں لگاتے ہیں۔ اسلام اور قرآن ہر اعتراض کرنے والا یہ میٹرک پاس ملحد کو اس کے اعتراض کا جواب دیتے ہیں ۔ محفلین انسان کی مرحلہ وار تخلیق اورجدید سائنس کے اعترافات قرآ ن مجید میں رحم مادر کے اندر انسانی وجود کی تشکیل اور اس کے ارتقاء کے مختلف مرحلے بیان کیے گئے ہیں جن سے پتہ چلتاہے کہ رب کائنات کا نظام ِربوبیت اپنی پوری آب وتاب کے ساتھ بطنِ مادر کے اندر بھی جلوہ فرماہے ۔واقعہ یہ ہے کہ ماں کے پیٹ میں بچے کی زندگی کے نقطہء آغاز سے لے کر اس کی تکمیل اور تولد کے وقت تک پرورش کا ربانی نظام انسان کو مختلف تدریجی اورارتقائی مرحلوں میں سے گزار کر یہ ثابت کردیتا ہے کہ انسانی وجود کی داخلی کائنات ہو یا عالم ِ ہست وبود کی خارجی کائنات ،ہرجگہ ایک ہی نظام ربوبیت یکساں شان اورنظم واصول کے ساتھ کارفرماہے ۔قرآن مجید کے بیان کردہ ارتقاء کے مراحل کی تصدیق بھی آج جدید سائنسی تحقیق کے ذریعے ہوچکی ہے ۔ اللہ تعالیٰ نے قرآن مجید میں انسان کی تخلیق اور پیدائش کے ان مراحل کو سورة المٔومنون میں اس طرح بیان فرمایا ہے: (وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ سُلٰلَة