Skip to main content

Posts

Munair Niazi Urdu Adabi Lateefa. Muner Niazi Aur Tablighi Hazarat

 Muner Niazi Aur Tablighi Hazarat. Urdu Joke تبلیغی جماعت والوں نے ایک دن منیر نیازی کے دروازے پر دستک دی، منیر نیازی صاحب نکل آئے، رسمی علیک سلیک کے بعد تبلیغی جماعت کے ایک رکن نے کہا:  "کلمہ سنائیے..!" منیر نیازی نے چونک کر کہا: “بدل گیا ہے کیا؟"

Ashraf Ghani Corruption As President Of Afghanistan By Shah Mehmood Mehmoodi

 Ashraf Ghani Corruption As President Of Afghanistan By Shah Mehmood Mehmoodi د ډاکټر شاه محمود محمودي لیکنه د ولسمشر محمد اشرف غني په هکله:ـ  زما تبصره د غني په چارچاپېرو غوړه مالانو پورې تړاو نلري  پخپله بايد په غني خبرى وکړو، ځکه د خيانت تور او دا دروند بار اوس يواځې د غني په اوږو بار دی غني د افغانستان تقريباً د هر ولايت سره جلا جلا خيانت کړی دی، او دغني د خيانتونو اغېز مستقيم يا غير مستقيم د افغانستان خلکو احساس کړى او لا نور به يې هم تر ډېرو زمانو احساس کړي  غني د لويځو ولاياتونو  د اوبو لپاره پټ پلانونه جوړ کړل، او په لنډ وخت کې يې عملي کړل  د سياست مدارانو او مافيا بازار ډېر ګرم وو، وکيلان ـ واليان وزيران ـ سفيران ټول مصروف وو  د ايران او پاکستان سفارتونه د دلالانو په ميلمستون بدل شوې وو، هره ورځ به نوې نوې دلالان په نويو جامو کې راټولېدل ، زموږ د پاکې خاورې څخه ټول جراسيم هره ورځ د پاکستان سفارت او يا د ايران سفارت په چاى خونو کې ناست وو   ايران داوبو د وزارت لپاره د يو ګوډاګي وزير ټاکل  حتمي کړل، او  همغه ګوډاګي  د پارلمان څخه د تايئد ورقه واخسته . غني د اوبو د تنظيم اداره جو

Jwandoon Sa De? Pashto Poetry By Ghani Khan Baba

 Jwandoon Sa De? Pashto Poetry By Ghani Khan Baba ژونـــد نه خېټــه نه ماڼۍ دى نه ډېـــرۍ د ســـرو لالونـــو  نــه ياران نـــه مغشوقې دى  نــه باغونــــه د ګلـــــونـــو  ژونــد خو تله دى پـه يو مخه ۥغرځـــېدل او پاڅېــــدل دى ټکى ســـوز او ټکى ساز دى  څــه خنــدل دى څـــه ژړل دى  ژوند په سترګو د عاشق کښې  پلوشـــــــه ده د خمــــــــار  پــه صحرا کښې لټـــــول دى  د اشنــــــا د کوڅــــــــې لار غنى خان  🍂 پښتو شاعرى What Is Life By Ghani Khan Baba. Da Ghani Khan Baba Sherona.  Jwand Sa De? By ghani Khan Baba " Pashto Times Tags. Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sherona 2023. Pashto Times. Pashto Sherona. Pukhto Sherona. Ghazal. Pashto Ghazal. Pashto Sherona. Pashto Poetry Two Lines 2022. Pashto Two Lines Poetry 2022. Pashto Poetry Two Lines 2023.

Lewania Iman Sa De? Pashto Poem by Ghani Khan Baba

 Lewania Iman Sa De? Pashto Poem by Ghani Khan Baba لېونيــه ايــمان څـــه دى ؟ مــلا دا دى پـــوخ ګومــان  د يــو خوب په زړه ليده دى  د وصــــلونـــو د جانــــان  لېونيـــه جنـــت څه دى ؟ ملا ستــا جنــت پېتى ده  او زما جنــــت وصال دى  يــو خمار يوه مســتى ده  لېونيــــه حــوره څـــه ده ؟ مـلا سپيـــنه لولـــکۍ ده  يــــوه کرښــه د شفق ده  د خنــــدا بوړبوړکـــۍ ده  لېونيــــه نــشه څـــه ده ؟ ملا دا پـــه سېل واتــه دى د مستۍ رنګين محل کښې  دا واتــــــه ننواتـــــه دى غنى خان  پښتو شاعرى

Girls And Women Generalization In Khushal Khattak Pashto Poetry

  Girls And Women Generalization In Khushal Khattak Pashto Poetry. Types Of Girls In Khushal Baba Pashto Poetry. ‎خوشال خان بابا د پښتنو ښځو په هکله داسې جنرلاېزېشن کړی دی:  ‎یو بیان به درته وایم که یې اورې ‎زما دا خبرې نه دي دروغجنې ‎د غلجیو جونه سپيو سره یو ځای خوري ‎همګي واړه بد پوښې دي سپږنې ‎د شېرزادو جونه بازې د سپین غره دي ‎په شینوارو کې هم شته پکې پښنې ‎فېروزخېلې اکاخېلې د صفت دي ‎نورې زېږې خربپشې دي چینجنې ‎د مغل د پښتانه دمه پرې کېږي ‎د کوهاټ بنګښې مه شه سترګبښنې ‎په بنګښ کې بډه خېلې بدې نه دي ‎نورې واړه خودنمایه دي نیازبنې ‎د توریو د ځاځیو نجونه ښې دي ‎بلا دا چې دي له څېرمې لوړزنې ‎که ځدراڼې که وزیرې که څارنګې ‎دا خو واړه نه سړیې دي نه جنې ‎د هندکیو په حساب دي عیساخېلې ‎د سنبلو نجونه څه خو سرپېزنې ‎دولت خېلې لواڼۍ دي لویې چارې ‎نورې واړه پونده دي غوشینې ‎د شیتکو نجونه سالې پښتنې دي ‎خو په ژبه په پوشاک دي برسېرنې ‎د ابدالو نجونه واړه ګډبنې دي ‎که ترینې دي د پښین دي د ستاینې ‎د دوړو نجونه واړه لکه باغ دي ‎کشیده پکې ملیې دي د ستنې ‎د خټکو نجونه واړه غوبنې دي ‎خو یوازې اکوړخېلې

Ashraf Ghani Corruption, USA And Taliban. Pashto Analysis

 Ashraf Ghani Corruption, USA And Taliban. Pashto Blog by Adv Hamayun Kaasi. د امریکا يوې ادارې غني په فساد تورن بللى دى دا د بلا زامن کمال کوي. کله چې د اشرف د راوستلو له پاره لاره جوړوله، نو د نړۍ ستر مفکر يې کړى اوس چې ټاليبان 2.0 پروژه پېل کړه، او هغو ته مشروعیت او د جواز لاره هواروي، نو وايي غني فسادګر وو کم وخت چې افغانانو په بون کشې ظاهر شاه بيرته د پاچا په توګه و ټاکلى هم دغه امريکا يې مخالفت و کړى او په وچ زور يې کرزى راوستلى او هائيبريډ امريکايي صدارتي نظام يې پر افغانستان مسلط کړى بيا چې کرزي سره يې اړيکې خرابې شوې، او پر ځينې خبرو کرزي لاره نه ورسره وړله، نو کرزى د افغانستان تر ټولو فسادګر کس شو د دوى په نظر کشې. په درځنونو کتابونو امريکايانو ليکلي او د هر کتاب ويلن کرزى دى کم وخت چې کرزي ورته ويل چې ټاليبان تسلیم شوي دي او هغه عمومي عپه غواړي. تاسو خو د القاعدې پر زيد راغلي ياست، نو ټاليبانو ته به عپه اعلان کړو او دا جنګ ته به د پايى ټکى کشېږدو امريکا ورته ويل ټاليبان ترهګر دي، جنګ به د دوى پر زيد هغسې دوام لري لکه د القاعدې پر زيد. شل کاله پس اوس وايي ټاليبان خو پښتانه مل

Pashto and Urdu Quote About Respecting Women. 2022 Pashto Quotes

 Pashto and Urdu Quote About Respecting Women. 2022 Pashto Quotes ‏که ده خپلې خور د پاره ازمری جوړيږي  نو د بل ده خور ده پاره سپي مه جوړيږه Urdu Translation From Pashto اگر اپنی بہن کےلئے شیر ہو تو دوسرے کی بہن کےلئے کتا مت بنیں