Skip to main content

Ashraf Ghani Corruption, USA And Taliban. Pashto Analysis

 Ashraf Ghani Corruption, USA And Taliban. Pashto Blog

by Adv Hamayun Kaasi.

د امریکا يوې ادارې غني په فساد تورن بللى دى

دا د بلا زامن کمال کوي. کله چې د اشرف د راوستلو له پاره لاره جوړوله، نو د نړۍ ستر مفکر يې کړى


اوس چې ټاليبان 2.0 پروژه پېل کړه، او هغو ته مشروعیت او د جواز لاره هواروي، نو وايي غني فسادګر وو


کم وخت چې افغانانو په بون کشې ظاهر شاه بيرته د پاچا په توګه و ټاکلى هم دغه امريکا يې مخالفت و کړى او په وچ زور يې کرزى راوستلى او هائيبريډ امريکايي صدارتي نظام يې پر افغانستان مسلط کړى


بيا چې کرزي سره يې اړيکې خرابې شوې، او پر ځينې خبرو کرزي لاره نه ورسره وړله، نو کرزى د افغانستان تر ټولو فسادګر کس شو د دوى په نظر کشې.

په درځنونو کتابونو امريکايانو ليکلي او د هر کتاب ويلن کرزى دى


کم وخت چې کرزي ورته ويل چې ټاليبان تسلیم شوي دي او هغه عمومي عپه غواړي. تاسو خو د القاعدې پر زيد راغلي ياست، نو ټاليبانو ته به عپه اعلان کړو او دا جنګ ته به د پايى ټکى کشېږدو


امريکا ورته ويل ټاليبان ترهګر دي، جنګ به د دوى پر زيد هغسې دوام لري لکه د القاعدې پر زيد.

شل کاله پس اوس وايي ټاليبان خو پښتانه ملتپاله او خورا سپېڅلي پښتانه دي. دا خو تېر نظاميان ټول فساد ګر وو.

اوس داسې څوک نه شته، چې دا ورته وو وايي چې تېر نظام او د نظام يو يو وګړى خو تاسو پر افغانستان تپلى وو، نو اصل فسادګر خو تاسو واست.

داسې فلمي ډرامې کوي، چې عامي کس خو پرېږده سياست پوهان ټول و غولوي.

حمدالله محيب چې په امریکا کشې د امریکا پر زيد غږېدلى وو، او بيا دوى امريکا ته په تللو باندې بنديز پر لګولى وو.

نو يوه په سياست د ژور نظر خاوند ملګري راته ويل چې همايون خانه دا د امریکا او اشرف غني حکومت تر منځ اختلافات فکس مېچ دى


ما ويل هغه څه رنګه?

هغه راته ويل چې دا حمدالله محيب د امریکا خاص کس دى، او د ده شځه د امریکا په ډېرې مهمې ادارې کشې پر خورا لويه چوکۍ ناسته ده. او دا محيب له اشرف غني سره ځاى کړى، دوى امريکايانو دى


ما فکر کولو چې ملګرى به ګپه کوي. خو نن چې نظام سکوت و کړى، ګورم حمدالله په هغه امریکا کشې ژوند کوي، کمې امریکا چې بنديز پر لګولى وو.

امريکا پروند يې دا هم راباندې و منل چې کرزى ستر ملتپاله دى، او بيا يې دا هم راباندې و منل چې کرزى فسادګر ټاليب دى.

بيا يې دا هم راباندې و منل چې اشرف غني د نړۍ ستر مفکر دى، او نن دا هم راباندې مني چې هغه په فساد لړلى فسادګر دى


پروند يې دا هم راباندې و منل چې ټاليبان ترهګر دي او نن دا هم راباندې مني چې ټاليبان سپېڅلي پښتانه ملتپاله دي.

هسې دا د ډيورنډ پر کرښه روانه ډرامه هم د دې پروپېګنډې د ثابتولو هڅه ده.

په تېر شل کاله کشې پر کرښه کراره کراري وه، خو نن هغه ټاليبان چې د نيوي سلنو کورونه او بچي په پاکستان کشې ژوند کوي، هغه به خپل له بادار سره ښکر جنګوي.

موږ افغانان جزباتي خلق يو، چې له هرې خوا هوا راځي موږ له ځان سره وړي.

موږ په هر کس او هر اما شما کشې مسيحا لټوو.

کرزى چې له امریکا سره جوړ وو، نو ملتپاله وو. چې ورسره وران شو، نو فسادګر.

اشرف غني چې دوى افغانستان ته را امپورټ کړى، نو مفکر وو، چې د دوى په پلان ورسره تللو کشې انکاري شو، نو فسادګر شو.

ټاليبان نن د امریکا اتلان دي، سبا به بيرته فسادګر وي لکه پروند



How US Is Doing Propaganda Agains Ashraf Ghani? How US supporting Taliban Govt In Afghanistan. Survey, Fake Survey to Pro Ashraf Ghani as a corrupt leader of The year.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso