Skip to main content

Ashraf Ghani Corruption As President Of Afghanistan By Shah Mehmood Mehmoodi

 Ashraf Ghani Corruption As President Of Afghanistan By Shah Mehmood Mehmoodi


د ډاکټر شاه محمود محمودي لیکنه د ولسمشر محمد اشرف غني په هکله:ـ 

زما تبصره د غني په چارچاپېرو غوړه مالانو پورې تړاو نلري 

پخپله بايد په غني خبرى وکړو، ځکه د خيانت تور او دا دروند بار اوس يواځې د غني په اوږو بار دی

غني د افغانستان تقريباً د هر ولايت سره جلا جلا خيانت کړی دی، او دغني د خيانتونو اغېز مستقيم يا غير مستقيم د افغانستان خلکو احساس کړى او لا نور به يې هم تر ډېرو زمانو احساس کړي 


غني د لويځو ولاياتونو  د اوبو لپاره پټ پلانونه جوړ کړل، او په لنډ وخت کې يې عملي کړل 

د سياست مدارانو او مافيا بازار ډېر ګرم وو، وکيلان ـ واليان وزيران ـ سفيران ټول مصروف وو 


د ايران او پاکستان سفارتونه د دلالانو په ميلمستون بدل شوې وو، هره ورځ به نوې نوې دلالان په نويو جامو کې راټولېدل ، زموږ د پاکې خاورې څخه ټول جراسيم هره ورځ د پاکستان سفارت او يا د ايران سفارت په چاى خونو کې ناست وو  


ايران داوبو د وزارت لپاره د يو ګوډاګي وزير ټاکل  حتمي کړل، او  همغه ګوډاګي  د پارلمان څخه د تايئد ورقه واخسته .

غني د اوبو د تنظيم اداره جوړه کړه، تر څو د ايراني چارواکو څخه په پټه خپلې پروژى عملي کړي.

ايران پلوې وزير بدمعاشي شروع کړه، او تاجک قوم او يا د هرات په نوم سنګر يې جوړ کړ چې ټول جمعيت او د ايران سفارت يې تر شاه ولاړ وو 


غني ورسره زرګري جګړه وکړه، چابهار يې مخ ته کړ ايران په چابهار خوښ و، خو د اوبو لپاره يې ستونی وچ و.

ايرانيانو په کابل کې ډېرې هلې ځلې کولې چې غني بايد د خپل هوډ نه راوګرځوي، کله يې د شيعه پنوم او کله د تاجک پنوم لاريونونه تنظيم کړل



غني ايران سره دا ځل  فرهنګي او کلتورى جګړه پيل کړه، پېغور يې  ورکړ، “تاسو لا په پهلوي ژبه خبرې کولې، چې رابعى بلخي پارسي شعر ويلو “


لږ وخت وروسته ايرانيان پوه شول چې غني شپږيزه ووهله، د کلتوري جګړى شاته يې د اوبو جګړه روانه کړې ده.

داسې ورځ راغله چې غني د سلما بند د کمال خان بند ـ د پاشدان بندونه تمام کړل، او د کجکي بند لپاره يې د نويو توربينونو تابيه  ونيوله 


کندهار کې يې د داهلي بند  ته د ٤٥٠ مليونو ډالرو بوديجه لاسليک کړه.

ايران ډېر وروسته پوه شه، چې د رابعى بلخي د شعرونو وروستي نظمونه په ترنم بدل شول 

غني ولاړو د بدخشان لپاره يې د خپل جوړ شوي پلان لپاره بند جوړ کړ، چې د رباني خېلو او شوراى نظار چپاولګرو لا هم د کوچي او احمدزي پنوم غني ته بدرد ويل. 

غني خاين د لويديځ  څخه ډاډه شو نو يې مخ شرق ته واړاوه، د کابل سيند لپاره يې د شاتوت پروژه د هند په مالي لګښت تر سروې راوويسته او عملي چارو ته خبره ورسيده 

د کابل د څښلو د اوبو لپاره يې پنځه دېرش مليونه ډالره پاس کړل، چې د يو لوى پايپ په وسيله د پنجشير اوبه کابل ته وليږدوي 


دپنجشير سيند لپاره يې نور هم زړه کې ډير څه درلودل خو له بده مرغه چې د يو غريب ملک ولسمشر و، حتا په يو مجلس کې يې پوښتنه کړى وه چې د پنجشير د اوبو سرعت زياد دی ، که د کنړ ؟ او دا سرعت څومره د


شاوخوا ناست مسلکي او غير مسلکي کسانو  ځواب ورکړی نه وو

د سروبي ددوهم بند لپاره يې بوديجه پاس کړه، چې د شهيد ډاکټر نجيب په وخت کى هم دا پروژه باندى کار شوی وو، خو په هغه وخت کىې يې د مولوي خالص مجاهدينو او رحيم وردګ مخه نيولې وه


چې بياد کرزي په وخت کې دفاع وزير شو 

دکنړ او عليشنګ لپاره يې نه يواځې بندونه نظر کې نيولې وو ، بلکې نورې ډېرې پروژې ورسره ضميمه وې

د ختيځ زون د اوبو تنظيم او کنټرول د غني لپاره داسې وو، لکه په خوب ويده ليوان چې له خوبه راويښ کړې.

پنجاب ـ او د اسلام آباد اسټبلشمنټ چټک غبرګون وښوده، پنجابيان پوهېدل چې ددوى لاس د افغانستان تر تيګې لاندې کېږي ، اوبه او ټرانزيټ دواړه به بيا په اوچت قيمت پلوري


په اوسط ډول دغه تاوان د پاکستان لپاره  د کال تر شلو مليارډو ډالرو اوچت تمامېده، نو پاکستان سره ددى چې ضعيف اقتصاد درلود، خو د غني د پروژو د مخنيوي لپاره يې شايد پنځه سوه مليونه ډالره مصرف کړي وي، تر څو د حکومت په داخل او خارج کې خپلو لاسپوڅو ته د جمهوريت د ړنګولو امر وکړي 


دوى دغه کار وکړ، په کابل کې د پاکستان سفارت لس چنده نه  بلکه زرچنده فعال شو، ټولو جاسوسي حلقاتو ته يې د رواني او عملي جګړى امر ورکړ 

 انګريزانو ته يې هم قناعت ورکړ، او انګريزانو امريکايان قانع کړل، چې افغانستان پاکستان ته وسپاري 

زه دا خبره ددى لپاره کووم، چې همدا پاکستان د افغانستان څخه په کال کې د مليارډونو ډالرو ترياکو د انتقال، کښت او توليد پروژه مخته بيايي 

که داسى نه وي، نو طالبان ولې ترياک نه بندوي ؟او ولې يې د چرسو د توليد لپاره لارې چارى جوړې کړې ؟ 

په هر صورت ددغو لوبو قرباني فقط يو کس نده چې زموږ نااهلو هم خوښي ښودلې، چې غني ته د فاسد  لقب ورکړل شو.

تر غني ډير د افغانستان وږى ولس متضرر شو، اوس به  نور هم وږى وساتل شي، چې نور په ژوند کې د اوبو د تنظيم اداره جوړه نکړاى شي 

غني په رښتيا ډير لوى فاسد و، چې د لوګر په دښته کې يې نړيوال نوى ـ عصري او مډرن هوايي ډګر پلان کړ .

غني ځکه فاسد و، چې خوست يې د سيمې په يوه مهم تجارتي او علمي مرکز بدل کړ ، د غني په ډالرو او قرارداد فرانسې ډا.لبا.نو ته رادار راوليږدول، تر څو د ملکي هوايي چلند عوايد اوچت کړل شي.

غني نور خيانتونه هم کړي دي چې شايد موږ او نړيوال پرى خبر نه وو، کنه نو پکار وه، چې دويم نه بلکه د فساد اوله درجه لقب  يې ورکړې واى .

کچيرى رښتيا هم په خداى باور لرو ـ حقيقت دا شى دی، چې عزت او ذلت ورکول  د رب العزت کار دی، نه د حقوق البشر والا

د شاه جهان زوی دې ژوندی وي



#GhaniOurHero

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso