Taking Bath With Lux Soap and Handsome Boy By Watan Paal.
عجيبه خلک
هغه وخت Lux صابون ډېر عام نه و، او چې مست ځوان به و نو په لائپ بوائ صابون به چيرته مياشت کې يو وار لامبېدلو، د ټولې کورنۍ به يو صابون و ،
هر چا کره غسلخانه هم نه وه خلکو به د جومات په غسلخانو کې لامبل يا به ئی په وله/نهر کې لامبل، او سهار لامبل خو بيخي د شرم خبره وه، که شرعي ضرورت به پيښ شو ، د حيا لاره دا وه چې سړی د مولابانګ څخه مخکې پورته شي او مخکې له دی ولامبي، چې خلک د سهار مانځه ته جومات ته راشي او په شکمنو نظرونو دغه ملزم شرعي ته وګوري
دريو کسانو د هيچا پروا نه کوله او هر سهار ئی لامبل، دا دوه لږ زوره ور وو، نو چا ورته ښکاره بد نه شو وئېلې، خو دغه درئم د کونډې ځوئ و، د رنګه سپين مهين و نو په هر سهار لامبلو ئی څوک غږېدل، څوک سوزېدل او چا پوزې چوڼلې، او غټ اعتراض او نيوکه دا وه چې د کونډې ځوئ په لکس Lux صابون لامبي
هغه پاک هم و، هر چاته ئی سلام ستړي مه شي هم کول، هيڅ نشه ئی هم نه کوله، خو خلکو د هغه د بدکردارۍ پيمانه د هغه هر سهار لامبل ګرځولې وه ، او هغه هم په لکس صابون !!!!
نو د هغه شرافت او دعا سلام ته د چم ګاونډ مشرانو تريو ځواب هم نه ورکولو، زما اوس هم ياد شي چې هغه به توليه په اوږه او صابون دانه په لاس له جومات څخه پاک ساک او خوشبودار راوتلو او د پلوسې حجرې مخې ته به تېر شولو نو د هغه خوشبوئي به په ټوله لاره هر تلونکي او راتلونکي محسوسوله
او د بدنيتو او کرکجنو کليوالو کرکه به هم په غرغنډو وه
عجيبه غونده خلک و په لامبلو او ځان پاک ساتلو ئی سخت اعتراض و،
زه خو شپاړس کاله مسافر پاتې شوم او مالومات نه لرم چې زموږ جومات کې اوس هم غسلخانې شته او کنه ؟ او اوس هم خلک هر سهار په لامبلو اعتراض لري او کنه ؟
Pashto Times Pashto Blogs.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.