Pashto Sherona. Shondi Darna Khowri Khamoshi Shoor Paki Peda Ka.
Pashto Sherona. Ghazal Lyrics Of Rahmat Sha Sayel.
شونډي درنه خوري خاموشي، شور پکي پیدا که
مري دي د مخ سره جانانه اُور پکښې پیدا که
زړه مي یو ریدی دی لالا زار یې کړه جانانه
دغسي یو څو داغونه نور پکي پیدا که
زړه ته مي اوس نه رارسي ستا د بڼو غشي
تاؤ یې که راتاؤ یې که لګ زور پکي پیدا که
مه بدوه زړه د یار د کاڼي کاڼی زړه نه
دغلته صنم هم شته خو کور پکي پیدا که
جانه د مودو نه زما زړه سوری سوری دی
ګل دي ستا خبري خو ټکور پکښې پیدا که
څه رشته خو بویه د وطـــن سره "سـائله"
کور دي پکښې نه سهي خو ګور پکي پیدا که
شاعر.: رحمت شاه سائل
سندرغاړی : فاروق استاد
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.