Pukhtunkhwa Mili Awami Party By Awais Kalam. Pashto History Blog همیش مې کوشش کړې چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند متعلق اختلافي خبره پبلک کښې وړاندې کولو نه ډډه ووکم، یو څه وخت مخکښې مې یو دوه زل له ډیره سوخته په فیسبوک پوسټ کړې وو خو په هغې هم بیا پښېمانه ووم ولې چې ځیني ملګرې رانه خفه شوي وو ـ پښتونخوا ملي عوامي ګوند غیراعلانیه تهنک ټینک چې خپل د ګوند یې تر ووسه په بنیادي ماخذونو ولاړ هیڅ ډاکومینټډ تاریخ نه دې لیکلې او نه یې پرې مستند څېړنه وړاندې کړې ـ زما له نظره چې څومره هم پر فیسبوک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دانشواران تېر شوي دي، ټول هسې هوائی میلس کوي، تاریخ یې له تقریرونو کشید کړې وي، لیک یې نیم له قبایلي القاباتو ډک وي، خیال مې نه شي که چرته په ژوند کښې یې د آرشیف له زوړ ریکارډ هم دوړه څَنډلې وي ـ دوي د خپل ګوند او اشخاصو سیاسي تاریخ هم له خپل تاریخِ پېدائش شروع کوي، نور ترېنه څه خبر نه وي ـ په دې معامله کښې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند شوکت ترین مستثنا دې چې خان شهید متعلق یې څه حد پورې په پرائمري سورسز ولاړ دستاویزات راغونډ کړي دي او څېړنه یې کړې ده خو محترم شوکت ترین په پښتونخ...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.