Who Was Sidharth Guatama Buddha?
Pashto blog about Gautama Buddha.
د بُدها زیارت له درومي تر بامیانه
اوس د فکر قافلې چې د پښتون ځي
نن په نړيواله کچه د شهزاده سدارتهـ ګوتم بدهـ د زیږون ورځ مانځلې کېږي چې په هندي ژبو کښې ورته «بدها پرنيما يا بدها جئنتي» وائيلې کېږي.
د بدها د زېږون د ورځې په مناسبت په عمومي توګه په ختيځ او سويل ختيځ آسيا کښې د بېساکهـ مياشتې په هغه ورځ چې سپوږمۍ د څوارلسمې شپې وي، جشن لمانځل کېږي. دا جشن د مذهبي څخه زيات کلتوري جشن وي
چونکه د بدها د زېږون ورځ د عام کارېدونکی عيسوي کلينډر په ځايې په هغه کلينډر کښې ده کوم چې آسيايي قامونه په عامه توګه کاروي، نو ځکه دا نېټه کال په کال بدلېږي، خو عموما د اپريل يا مئ په مياشت کښې راځي
دا جشن د نړۍ په مختلف ملکونو لکه بنګله دېش، سري لنکا، هندوستان، انډونيزيا، مليشياء، تهائي لينډ، نيپال، چين، برازيل، کانيډا وغيره کښې په لويه کچه لمانځل کېږي
نوټ: په دې تصوير کښې ښکاریدونکې مجسمه د ګندهاره تهذيب اولنۍ پلازمينې پشکلاوتي (اوسنۍ چارسدې) څخه برآمد شوې وه چې نن سبا د (بهار) هند په يو لرغنتون کښې خوندي ده. په دې مجسمه کښې چې بدها کوم پټکې وهلې دې، دا د هغه په تراوسه راوتې مجسمو کښې ځانګړې دې.
لیک. جبار عمر خیل
عکس د Ravishankar Upadhyay په مننه
Pashto Times History Blogs
Guatama Buddha Data of Birth. Pashto Blog about Gautama Buddha. Sidharth buddah story in Pashto. History of Charsada and Buddha in Pishkalawati. Pashto Times
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.