Salgai Salgai Akhtar. Akhtarona. Pashto Eid Poetry 2023. Pukhto Shayeri
سلګۍ سلګۍ اختر
تیریږي دا څو کاله په سلګو کې اخترونه
په اوښکو اوښکو سترګو ژړیدو کې اخترونه
زخمي زخمي وطن کې بل څه نشته بې له غمه
هر کال دلته راځي تورو تیارو کې اخترونه
خوښي یې رانه لوټ کړه ارمانونه خاورې خاورې
غلیم مو سوځولي په لمبو کې اخترونه
هر چا شهید شهید کړ دا یتیم یتیم وطن مې
هر څوک په کاڼو ولي دې کوڅو کې اخترونه
مونږ څومره لیوني یو چې په خپلو کې جنګیږو
سیزو له خپله لاسه سرو اورو کې اخترونه
واړه واړه بچې د کونډې مور اوښکو ته ژاړي
بابا غواړي، کالي او خندیدو کې اخترونه
د پیغلو سپین لاسونه په سرو وینو باندې سره دي
خاونده کال په کال راځي جګړو کې اخترونه
څوک بیا زمونږ حرم د خپل ستم په کاڼو ولي
چا بیا لمبه لمبه کړل نفرتو کې اخترونه
ای خدایه دا وطن دی جنګ جګړو ته پیدا شوی
دي وینو وینو اوښکو کنډوالو کې اخترونه
خبر د اختر سږکال چا رادیو کې اعلان نه کړ
د کلي امام یاد نه کړل خطبو کې اخترونه
چا جوړ کړل د اختر په شپه ویرونه په هر کور کې
چا وسیزل بې رحمه بمبارو کې اخترونه
زړو زړو جامو او په پولئ پولئ لاسونو
زمونږ ماشومان نمانځي اسویلو کې اخترونه
نصرته ټول ولس مې هیرې کړي خوشالئ دي
بیا راغلل په شلیدلو ګریوانو کې اخترونه
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.