Skip to main content

Pashto Tappy Lyrics. Akhtar Pashto Tappy. Akhtar Aw Pukhto Tapay 2022.

Pashto Tappy Lyrics. Akhtar Pashto Tappy. Akhtar Aw Pukhto Tapay 2022.

Akhtar Mubarak Sha. Pukhto Tappy Aw Akhtar. Pashto Tappay.


اختر په منډه منډه راغے

نه مې نتکۍ شته نه د غاړې اميلونه


اختر د ټولو مبارک شه

د هغو دوه ځل چې د يار په سنګ کې وينه


اختر ته نوې جامې وکړه

که خېر يي دا ځلې به خامخا درځمه


لکه اختر راباندې راشه

لکه ماشوم به درته ډیر خوشاله شمه


سبا نه بله ورځ اختر دی

خلک جامې ګنډي زه روغ ګرېوان څیرمه


‏آختر ته دوه ورځې لا پاتې 

جونو تالا کړل د نکريزو دوکانونه


خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟

سبا اختر دے انتظار به دې کومه


مورې څلور کمڅۍ مې وکړه

دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه


په ما دې ورځ د لوی اختر کړه

چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه


زړه تـه که ډېر تسلی ور کړم 🖤

سترګو لیدلی جـانان کله هیروینه🍂


Pashto Tappy Lyrics. Akhtar Pashto Tappy. Akhtar Aw Pukhto Tapay 2022.

#اختر مو بختور شه. ♥️


اختر ته ځکه خوشحاليږم 

چې مسافر لالے مې کلې ته راځينه


 د اختر شپه ده په ژړا شوم 

لالی مي نشته لاس به چاته سرۀ کوومه


 که د اختر په شپه رانغلې 

چې بيا رانشې هيڅ پروا دي نه کومه


که د اختر په شپه رانغلې 

زه به ګنډلې جامي اور ته واچومه


دروژی #ټپی

ملا چابک شه اذان وکړه 

دیار لویدلې سترګي زړونه پریکوینه 💔



چې ګرده مرده میاشت ختمیږي🌙

زمالالﺉ به روژي زیړ زبیښلي وینه 



ورکه لاليه هیر مـــې نه یې

هر پیشمني دې په دوعاکې یادومه 



دشوګیرو عادت سړی یم 

دکلي خلک پیشمني ته پاڅؤمه



دروژې تنده ترماښامه 

دعشق تنده تر#لحده پورې وینه 



فرضي روژه ده کرار کینه

چې اختر راشې بیا دې هره یوه منمه 



ستا له دیدن نه مې روژه ده 

دصبریدو تراویخ هره شپه کومه 



ته په روژه کې مرورشوې 

دتراوو رکات به څوک راته شمیرینه 



روژه دکور کلي مزه کړي

دپردی ښار څه پیشمني څه ماښامونه



راځه راځه دیدن مې وکړه 

بیابه روژه وي ډیر به وکړې ارمانونه



په سفر ځې څادر دې پریږده

روژه ګۍ راغله تراویح به پرې کومه



دپشمني اورونه بل شول 

جلۍ په سرومنګولویار راویښوینه



روژه په سره ګرمۍ کې راغله 

جانان به وچې شونډې ګرځي مړبه شینه 



په دیارلسمه روژه راشه 

مابه روژه د پیغلتوب خوړلي وینه



هـــلــکان واړه روژی نـیـسی 

 جینکی نیمی روژی ژمی ته فریږ دینه



سبا ته بیا خلکو روژه ده

نن ترېنه وغواړئ، د سرو شونډو سرونه!



راسره کښېنه مه ويدېږه

در پېښلمي پوري ټپې درته کومه 


‏تہ پہ لسمه روژه راشه

ما به روژه ده پېغلتوب خوړلي وينه


غرق شی اذان راباندی اوشو

د غیږی خوند دی پیشمنی نه اویستمه



دې پړشمي ژغینه وشول 

دې نرۍ ملې نه مې دېر وکوژه لوسینه


‏‎‎‎دجانان دې پیشن ته ګوره 

چې سترګې تورې کړې لکۍ ورته کوینه


‏‎‎‎جانانه تاته ګنا نشته 

ګنا زما ده چې  په تا مینې دمه


‏‎د ټپو وار راسره مگده 

ما په ټپو کې P.H .D کړې مئينه


نن د لالي د ټپو وار دی

تر صباﺉ به په بلۍ ولاړه يمه


د ټپو وار راسره کېږدئ

د اختر شپه ده په ټپو یې تېروونه


ماسره وار په ټپو مه ږده

ما د سندرو سیپارې ویلي دینه


‏د ټپې وار راسره کېږده

ما ته بې واره ټپې خوند نه راکوينه


‏‎‎‎جانان زما په سر جانان دی 

که زه یې پریګدم دکو څو ملنګ به شینه


‏‎‎‎جانان زما په سر باچا دي

که لاس  ترې واخلم د کوڅي ملنګ به شینه


‏‎‎‎جانان زما زه دجانان یم 

که په بازار مې خر سه وي ورسره ځمه


‏‎‎‎جانان زما زه د جانان یم،،،،،،

او که زما نشی بیا دی توری خاوری شینه


‏‎بېلتون په هر چا مېلمه كيږي

ماته چې راشي نو كلونه تېروينه


‏‎‎اختر پرون ؤ پرون تېر شو

دا د دامان كوترو نن سرۀ كړۀ لاسونه


بېلتونه راشه ستړى مه شې

زړه مې پښتون دى مېلمه نه خفه كوينه


‏‎جانانه خپل وطن ته راشه

پردی وطن د مېړو قدر کموينه


‏‎ټپې مې ډیرې درته اوکړې

مطلب مې دا دې چې مئین درباندې یمه



‏‎اختر په ټوکو ټوکو راغی 

نه مې اوګۍ شته نه د غاړې تاویځونه


 ‏‎‎‎جانان زما سره سیالی کړی

چي سترګی توري کړي لکي ورته پریږدینه


آشنا ځما سره پښتو کړي

چي سترګي توري کړي لکي ورله پریږدینه


‏‎‎‎جانان زما زه د جانان یم،،،،،،

او که زما نشی بیا دی توری خاوری شینه


‏‎‎‎زما په سر دې خاورې واوړې 

چې جانان نشته ژوندون څله تیره ومه


‏‎‎‎زما په سر دي خاوري واوړي

مرګ مي ليده جانان مي نه پوخلا کوونه


‏‎‎‎زما په سر دي خاوري واوړي

مرګ مي ليده جانان مي نه پوخلا کوونه


‏‎‎‎زما که خپل جانان سړی وای 

زه به دبل مینې ته ولې پس خیدمه






Pashto Tappy Lyrics. Akhtar Pashto Tappy. Akhtar Aw Pukhto Tapay 2022.


يو کال مې صبر درته وکړو😘
دا ځل اختر کښې به بنګړي په لاسومه

رزق له خدای شته دی جانانه 😘
ته د بنګړيو غم را وکړه خېر به شينه

#ټپه



Pashto Tappy Lyrics. Akhtar Pashto Tappy. Akhtar Aw Pukhto Tapay 2022.

مورې رامنډه که مه نیسه

په پیشمني کښې مې باد ګرده ګډاوینه.
ټپه

د تور دکن مُسافر راغلل.
د آدیري لالي نیژدي دي نه راځینه.
آختر😭

سپوږمۍ پناه شوه تياره کيږي
جانانه مخکې شه چې ستا په رڼا ځمه

🥀

د پیشنمي خوراک په زور کوم 
د یار وده سترګی می زړه رامړوینه

 #ټپه

Pashto Tappy Lyrics. Akhtar Pashto Tappy. Akhtar Aw Pukhto Tapay 2022.

Chand Raat Pashto, Chand Raat Pashto Shayeri. Pashto Ghazal, Pashto New Tapay. Tapay 2022 and Pashto Tappay 2023. Pukhto Tapay 

 

Akhtar Mubarak Sha. Pukhto Tappy Aw Akhtar. Pashto Tappay. Pashto Poetry Eid 2022. Pashto Eid  Shayeri. Pashto Shayeri, Akhtar Aw Pukhto Tapay. 

Tags And Keywords To Find This Blog Post.

Audio Of How To Say Eid Mubarak In Pashto?  

Eid Mubarak In Pashto Text. 2022

Eid Greetings In Pashto. 

Eid Greetings In Pashto Language.

Eid Ul Adha Mubarak In Pashto 2022. 

Khair Mubarak In Pashto. Akhtar De Mubarak Sha In Pashto Text. 

Eid Mubarak In Pashto. 

Pashto Eid Songs 2022. Pashto Eid Mast Songs 2022. 

Pashto Akhtar Poetry 2022. 

Pashto Eid Poetry 2022. 

Pashto Eid Poetry 2023.

Pashto Message For Eid Mubarak 2022. 

Viral Pashto FB Post For Eid Mubarak 2022. 

Viral Post For Eid Mubarak In Pashto 2023.


Eid Mubarak In Pashto. 

Eid Greetings In Pashto Text. 

Eid Mubarak Pashto Viral Text Messages. 

2022 Pashto Best Eid Wishes. 

Eid Wishes Written In Pashto Text. 

Pashto Eid Wishes To Send Friends On WhatsApp 2022

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso