A Shaheeda, A Ashiqa, A Bacheya Da Mansoor.
Poet. Ghani Khan Baba
Poem Nazam. Shaheed
نظم: شهید
اواز: معیز مهمند
Moez Mohmand
انځورګری: تراب مهمند
Imam Hussain Turab
اے شهیده ! اے عاشقه ! اے بچیه د منصور
په خندا جانان له لاړی ،ډوب دریاب کښ شوی د نور
نادانان درپسی ژاړی، ماشومان درته مجنون وایی
لیونی درته پسخیږی اے ایری د کوه طور
ننګیاله سر دی ورکړو د یار ښپو کښ دی لوګے کۀ
اوس یی ګوره مسکۍ سترګی، ښکلی ډکی د غرور
ما راوړی تاله نه دی د سرو ګلو امیلونه
د جنت بلبلان څه کړی د دنیا د باغ ګلونه
تا کړی خپلی سترګی خاوری چی زما پری شی روښانه
تا قیصه زما د درد، بره یوړه تر اسمانه
ستا د وینی څاڅکے څاڅکے چی تا تویی کړه د ارمانه
ماته سری ډیوی بلیږی په کوڅه کښ د جانان
د دنیا تاجونه ځار شه ستا د بخته ستا د شانه
د لیلی په زنګون پروت یی د مجنون څیری ګریوانه
ما راوړی تاله ندی د رامبیلو امیلونه
د جنت بلبلان څه کړی د دنیا د باغ ګلونه
غنی خان بابا
Poet. Ghani Khan Baba
Poem Nazam. Shaheed
Awaz, Vocalist, Singer. Moeez Momand.
Painting By Imam Hussain Turab
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.