Skip to main content

What And How Afghans Should Resist Taliban Rule In Afghanistan?

What And How Afghans Should Resist Taliban Rule In Afghanistan? Pashto Analysis About Afghan Crises.

By Adv Hamayun Kaasai.

د ظالم او مظلوم تر منځ چې کله د لاس نيولو خبره راشي نو د ظالم لاس به نيول کېږي، ظالم ته به د اصلاح خبره کېږي.

د مظلوم به ملاتړ کېږي


مظلوم ته دا ويل چې د ظالم او قبضه ګر جبر او ظلم ته دي غاړه کشېږدي ځکه چې تاوان رسوي. دا يوه غېر انساني، غېر اخلاقي، غېر اصولي، غېر اسلامي او غېر پښتني رويه ده


په افغانستان کشې اولس حق لري چې د آزادۍ او سيالۍ ژوند و کړي، تعلیم، کاروبار او روګاز و کړي.

ژوند په خپله طريقه او شرایطو تېر کړي، لکه د نړۍ پرمختللي قامونه چې تېروي


نو غږ بايد پر ټاليبانو و کړل شي ،ځکه چې دوى نه انساني مشروعیت لري او نه قانوني، پښتني او شرعي.

زموږ اکثره خلق غلطه دروازه ټکوي، مظلوم ته وايي چې ته مزاحمت مه کوه.

چې مزاحمت نه وي ،نو سيالي امکان نه لري. دا بيا بېله خبره ده، چې څوک د څه شي وس او توان لري.

بس چې څوک څه توان لري، هغه بايد خپل توان و کاروي.

او بله ډېره غېر اصولي او غېر منطقي خبره ځينې پښتانه دا کوي، چې دا مقاومت افغانستان ماتولى شي.

خبره دا ده که خداى نه خواسته افغانستان ماتېږي او د خراسان په نوم يو نوى ملک جوړېږي، نو پړه يې پر چا باندې ده?

آيا دري ژبې، ازبک، تاجک او هزاره به ګناهګار وي، او که نه پښتانه به ګناهګار وي?

پښتانه که غلي ناست او د ټاليبانو، ظلم، جبر او ناروا قبضې ته يې غاړه ايښودلې ده. نو د دې دا مطلب خو نه شو چې دري ژبې خلق به هم دغه غلامي او جبر ته غاړه ږدي.

پښتانه متل کوي وايي لا خو مېړه شه او لا د مېړه لمن ټينګه کړه.

پښتانه که د پنجاب رجمنټ په غلامي کشې مست دي،خپل ملي بېرغ او ملي ارزښتونو ته ارزښت نه لري، او خپل نسلونه د جهالت په تيارو کشې ساتل غواړي، نو د دې خو دا مطلب نه شو، چې نور قامونه به هم د دوى په شانتې غلامي قبلوي.

هر قام حق لري چې خپل د وس او توان او همت مطابق برخه ترلاسه کړي، ځکه چې خداى هن له همت ګرو سره مل وي.

تر هر څه مقدم انساني ژوند دى.

يعنې د انسانانو تر منځ د سيالۍ او آزادۍ ژوند.

د نړۍ يو ملک هم د انساني ژوند تر سيالۍ او آزادۍ زيات ارزښت نه شي درلودلى، هغه که بيا افغانستان وي او که بل کوم ملک.

نو دا خبره کول، چې مقاومت کوونکي ډله د افغانستان ماتولو سازش کوي، دا بلکل غلطه خبره ده.

د مقاومت ډله د خپلې سيالۍ جنګ کوي.

دا وظيفه د ټاليبانو ده، ځکه چې دوى ويل موږ د بهرني يرغلګرو پر زيد جنګ کوو، نو چې بهرني يرغلګر ولاړل، اوس د دوى د قبضې او جنګ يو مشروعیت هم نه شته.

بايد دوى ته اوس وو ويل شي او پر دوى فشار واچول شي، دا اوس د دوى پښتني، افغاني، انساني او ديني وظيفه جوړېږي چې د افغانانو جرګه را و غواړي او واک افغانانو ته په سمه و سپاري او دا رنګه له را روان جنګ څخه وطن او ملت و ژغوروي.


د هر ريښتني، پښتون افغان او مسلمان دا وظيفه جوړېږي، چې پر ټاليبانو فشار واچوي، چې خپله غېر شرعي، غېر پښتني او غېر انساني رويه پرېږدي او ملت او ملي ارزښتونو ته غاړه کشېږدي.

او که چېرې دوى داسې نه کوي او افغانستان خداى نه خواسته د تقسیم پر لور ځي نو په تاریخ کشې به دوى مختورن وي او ټوله پړه به پر دوى باندې وي.

جنګ يو چا ته خوند نه ورکوي او نه جنګ چندانې شه شى دى، خو يو جنګ د ناروا قبضې ساتلو له پاره وي او يو جنګ د ژوند حق ترلاسه کولو له پاره وي.

د قبضې جنګ کفر دى او د ژوند د حق جنګ ديني، انساني فريضه او عبادت دى



What And How Afghans Should Resist Taliban Rule In Afghanistan? Pashto Analysis About Afghan Crises. A Way Forward For Afghans To Resist Taliban Tyrant Rule and have Freedom. Pashto Times Blogs.

Pashto Times, Pashto Pedia, Pashto Info, Pashto Blogs, Pashto World. Pashto Pedia, Pashto Wikipedia.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso