Pakistanis Visit To Israel Explained In Pashto. Israel And Pakistan
By Adv Hamayun Kaasai
د اسرائیل وزیراعظم ويلي دي چې له پاکستان څخه وفد ورغلى دى.
دا اول ځل دى چې له سرکاري پلوه تصدیق شوى دى، هسې پټ تعلقات له وختونو روان دي. له اسرائيل سره د پاکستان اړيکې زړې دي.
دا وخت چونکې د ابراهيميک اېکارډ خبرې روانې دي. يعنې د ابراهیم على سلام او د هغه د اولادونو پر بنياد د يو والي او اتحاد خبرې روانې دي.
په دا کشې تر مزهبي زيات نسلي اړخ اړين دى. عرب او يهود وايي موږ دواړه د يوه ابراهیم اولادونه يو نو بيا جهګړه او اختلاف د څه?
دا اتحاد په خاصه توګه د ايران او بله خوا به د چين پر زد به ډېر کارګر وي.
دغه پاکستانيان بيا هغه د پښتو په مثال، چې ما مه شمېره در ګډ يم. دا بيا په مزهبي بنيادونو ځان ور ګډوي. خو يوه خبره څرګنده ده چې د هند پر زد دوى ته دا ملګرتیا يوه ګټه هوم نه شي رسولى. البته د ايران پر زد به د ده خاوره هتمن کارول کېږي.
دغه ابراهيميک اېکارډ پاکستان ته پمله برابره کړې، چې له اسرائيل سره پخپلې پټې اړيکې نورې اولسي کړي او خلق ورباندې خبر شي.
د عربو د ملګرتیا پس اولسي فشار به هوم کم شي. البته د پاکستان شيعه ګان به لږ او ډېره غوغا کوي.
سني ملايان به نوي فتواګانې جوړي کړي، لکه پخوا چې د روس او امریکا په ساړه جنګ کشې جوړې کړې وې.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.