How old Pashto Folk Tapa Is? Hanif Khalil
ټپه څومره زړه ده۔۔۔
سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه
یار مې د ګلو لو کوي ګوتې ریبینه
زمونږ ډیر پښتانه مشران څیړونکي او د ډنمارک څیړونکی جینز انولډسن وایی چې دغه ټپه د اریایی دور ده چې پکښې د څوارلسمې شپې د سپوږمۍ په مهال د سوما د لو او جوس جوړولو اریایی دود ته اشاره شوې ده ځکه ټپه تقریباً څلور زره کاله زړه ده۔۔۔دغه حواله ما هم څو ځایه کښې راخستې ده خو چې غور کوم نو دا راته هسې جوړه شوې افسانه ښکاري۔۔۔۔ځنې پوښتنې راوجتیږي چې د دغه موقف منلو کښې خنډ جوړیږي
١۔۔۔د دغه ټپې ژبه د نن ژبه ده۔۔۔بیخي ساده او روانه۔۔۔مونږ چې د څلور سوه کاله زوړ روښاني شعروادب هم ګورو نو دومره رواني او سادګي نه لري: د پټې خزانې نه په استثنا: نو څلور زره کاله پخوا پښتو ژبه داسې څتګه کیدی شي۔۔۔
٢۔۔۔د پښتو کلاسیکي شاعرانو ولې ټپې نه دي وییلي یا په خپلو دیوانونو کښې شاملې کړي۔۔۔۔تر دې چې اشاره قدر یی هم نه ده کړې۔۔۔لکه د صنعت ارسال المثل به یی د صنایع بدایع برخه جوړه کړې وه۔۔۔دا ښایی چې دغه دور کښې هم ټپه نه وه۔۔۔
٣۔۔۔دغه ټپه کښې دغه د ۔۔۔کړنګ وهه۔۔۔روزمره هم راته مجهوله ښکاري۔۔۔شاید کومه سیمه یا لهجه کښې شتون ولري خو بیا هغه سیمه یا لهجه کښې د پریمانه ټپو وجود هم پکار دی۔۔۔۔۔
٤۔۔۔ماته خو د میوند په میدان کښې د ملالې په ټپه وییلو جنګ ګټل هم اطمینان نه راکوي۔۔۔۔
٥۔۔۔۔قندهار چې د پښتنو دومره زوړ تاریخي مرکز دی نو بیا زیاتې ټپې په قندهارۍ لهجه کښې خپل اصلي حالت کښې ولې نه دي رارسیدلي چې سینه په سینه رارسیدلې سرمایه خو خپل اصلي حالت کې منتقل کیږي۔۔۔دلته خو خبره اپوټه ده ۔۔زیاتې ټپې په پیښورۍ لهجه کښې رارسیدلې دي۔۔۔
٦۔۔۔ټپه د اریایی دور نه تر اسلام او بیا اسلام نه پس د پښتنو تاریخي اوتدریجي کړۍ ولې نه ښایی۔۔
داسې پوښتنې نورې هم لرم۔۔۔۔البته دا به اعتراف وکړم چې د یو شعري صنف په حیث ټپه څومره فکري تنوع خوند فطري خواږه او فني زور لري شاید چې بل یو صنف یی هم ونه لري۔۔۔۔مینه او احترام
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.