Che me Zra Mast Wo Shonde Tawde Way. Ghani Khan Baba Nazam.
Ghani Khan Baba Pashto Nazam. Pukhto Shayeri, Latoon Da Ghani.
چې می زړه مست وؤ شونډې تودې وې
د زهرو شونډې به هم خوږې خوږې وې
چې می زړه ډوب شو شونډې مړې شوې
يخې د واورو په شان د حورو خلې شوې
چې می زړه مست وؤ دنيا وه مسته
ګلونه مست وؤ ليلا وه مسته
چې می زړه ډوب شو دنيا بوډئ شوه
ګلونه مړاوى شو ليلا بوډئ شوه
جانانه ؛ شونډې ماته نزدې کړه
چې زړه می مست شى دنيا شى مسته
چې بيا سپرلى شى ګلونه سره شى
چې ځوانى ؤ دانګى خندا شى مسته📖🤍✨
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.