Who Is The Ideal Girl Of Khushal Khan Khattak Baba? په درېو ګلچينو غزلونو کې د لوى خوشال بابا ايډياله ښځه او د ادبياتو همغږي صفاتو بيلابيل رنګونه که په هند کې نشته سپينه هوسۍ سترګې، ماه جبينه خدايه ته و ما ته راکړې يوه سبزه، نمکينه په دوو زلفو عنبر پاشه په دوه شونډو شکرينه چې هر ځای و ته يې ګورم ښايسته، ښکلې، مهينه خود نمايه، خود ارايه خود پسنده، نازنينه هوسناکه، ښېوه ګره شوخه شنګه، دل سنګينه د يارۍ په علم پوهه سخندانه، نکته چينه ورځ و شپه کا ځنې چارې په خوشال د ښکلو مينه / ښځه بویه هوسناکه، خنده رویه، مهرجنه پاکیزه په زیست روزکار کې، په ښه بوی باندې مئينه د صحبت په رموز پوهه، زړه یې خلاص له مکر دروهه کم خوراکه، خوش پوښاکه، همېشه ناسته دننه په وصال د یار خوشاله، یار یې خوښ له قیل و قاله چې له یاره نه جدا شي، هم غمجنه، هم خیرنه له نېکانو همنشینه، له بدانو په زړه خوړینه له موروالي یې توبه کا، که یې مور وي دروغژنه د مېلمه په کار حاضره، په پخوالي بهادره د حق چارې په ځای راوړي، په رنځور باندې پوښتنه خوش صورته، خوش سیرته، خوش خلقته، خوش خلقته په طاعت په ع
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.