Pashto Love Poetry New 2022 Pashto Love Ghazal. Pashto Sheroona 2022
By Najib Aamir, Mashaal Radio Prague.
پر موږ ګرانې دي رشتې حالونه وايي
د قهوې دا دوه پیالې حالونه وايي
ځیني ما غوندې د ورځې هم ګونګي وي
ځیني ځیني ان د شپې حالونه وايي
دلته دوه ښکلو یو بل غېږ کې نیولي
دا حسینې نظارې حالونه وايي
دا ته نه یې ستا پیریان راته غږیږي
د شرابو پیمانې حالونه وايي
موږ په هغه چم کې مینه خپله وکړه
چې کړکۍ او دروازې حالونه وايي
زه یم غلی، نو بیا ته څنګه خبر شوې؟
جوړې ټولې مرحلې حالونه وايي
ته یې ورکړلې، په ماشوله ناوخته
سرودونه، تماشې حالونه وايي
یو څو ښکلو باندې اوس هم بلا ګران یې
د ګلونو ګلدستې حالونه وايي
تا ته چا وی شاعري کوه عامره
د غزل ټولې مصرې حالونه وايي
٢٠٢٢ مې ١١
پراګ
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.