President Najibullah Shaheed Speech Transcript about Shah Nawaz Tanai.
Dr. Najib Speech About General Tanrai.
د ټني د کودتا په اړه د شهید ډاکټر نجیب الله د وینا یوه برخه.
“تڼی مې را وغوښت په کوټه کې ورسره کیناستم وطنجار د دې خبرې شاهد دی.
ما ورته وویل:
تڼی صاحب ته څه غواړې راته ووایه چې زه یې درکړم؟
تڼي راته وویل:
زه هیڅ نه غواړم او نه له تا څخه خفه یم.
بیا هم په وار وار ما دا خبره ورته تکرار کړه، هر څه چې غواړي ماته ووایه؟ ترڅو جنجال ختم شي، ما تاته تر دفاع وزارت څوکۍ پورې مقام درکړ که چیرې د ریاست جمهوري څوکی هم غواړې زه حاضر یم چې تا ته یې درکړم، په دې کار سره به سبا مطبوعاتو ووایم:
چې زه مریض یم نور واکمني نشم کولای، تڼی صاحب له دې وروسته د افغانستان واکمني کوي.
ده وویل:
نه دا ته څه وایې، زه هیڅ خفه نه یم او نه څه غواړم.
په هم هغه ورځ میرمنه مې ناروغه وه، خو د پښتو د ننګ او غیرت په خاطر یې ماته وویل:
زه نه غواړم چې ستا په کور کې ستا د میلمه بې عزتي وشي، تڼې ته یې آشک پوخ کړ، هم هغه آشک یې هم سترګو ته و نه درېد، پر سبا یې پر ما کودتا وکړه خو ناکام شو، چې په نتیجه کې وتښتېد ولاړ پاکستان ته”
#کاپی
President Najibullah Shaheed Speech Transcript about Shah Nawaz Tanai.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.