Skip to main content

Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal.

 Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal.


د خوشحال وينا

 

دا سړی چې پرېښته دی هم شیطان دی

که سړی لږ خپل عمل ته نګــــران شي


يو په بد عمل کې ځي تحت الثــــرا ته

بل په ښه عمل کې بره تر اسمان شي

 

تربيت که د باغوان له لاســــــه مومي

پر هر ځای باندې ګلونه د بوستان شي


هر استاذ سره چې کېني يو څو ورځې

د هغه هنر په ده کـــې نمـــــــایان شي


د نېکانو په صحبت کې به ښه کېږي

د بدانو ملګرتيا يې ورپېزوان شــــي


له مغول سره که کېناسته مغول شـــو

له افغان سره که کېني نور افغان شي


له خوشحال سره که کېني يو څو کاله

دا د غره خټک به واړه شاعران شـي

Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal. Painting Of Khushal Baba By Hamdellah Arbab.
Khushal Khan Khattak Pashto Classic Poetry Ghazal. Painting Of Khushal Baba By Hamdellah Arbab.


Comments