Ghani Khan Nazam
کلام : عبدالغني خان
غږ : سردار علی ٹکر
"نقاب"
دا چې زه ځان لیونے کړم دا زه تنګ شمه دَ ځانه
شیخ بابا راته لګیا دے مسلې کئ دَ عذاب
زه خو دلته په عذاب یم دَ دې خپل خود او احساسه
ځکه کله په سجده شم کله اوسکمه شراب
چې بې حسه شم روکیږم چې احساس لرم سوزیږم
نه طاقت شته د سکون او نه همت دَ اضطراب
چې چاپیره نظر اوکړم همه پټ او ښکاره زه یم
دا شراب دې ما جوړ کړې ماجوړ کړے دے محراب
مذهب څه دے څور سمونه مسلې او منطقونه
او دَ هغې سوال جواب دا چې ئې نشته دے جواب
جانان تش دَ عاشق مینه دَ خپل زړۀ وينه څټل دې
چې ډیر وږے شو مجنون ځان ئې کۀ ځان له کباب
رباب څه دے مړ ګډورے او دَ توت اوچه تنه ده
خو چې سوز دَ آدم راشې هله هنګ وکړې رباب
کله نور کله رڼا شې کله غم شې او ژړا شې
دا ځیګر د رباپې دے چې هم جام شې هم شراب
خو دا زړۀ مې راته وائې دا هډوکې مې ګوڼیږې
چې آخر به څوک اوچت کړې دَ جانان دَ مخ نقاب
Ghani Khan Pashto Poetry 2022. New Pukhto Shayeri.
Ghani Khan Baba Pashto Nazam. Sta Kitab Sa waye Mula Jana. Ghani Khan To Mulla Jan. Mula Aw Ghani Khan. Pashto Poetry Of Ghani khan Baba. Pashto Times
#TheLegendGreatGhaniKhan
Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.