د ټالیب بدل لنډه کیسه پاکستانی مولانا د سټیج په سر وعظ کوي. په سټیج ورسره شاوخوا افغان ملایان ناست وي چې ډیری یې د ټالیبانو د کویټې د شورا غړي وي. ورته ناست عام افغانان وي چې اکثره یې ټالیب پلوي وي. پاکستانی مولانا د اصحابانو د فتوحاتو قیصې کوي. ټالیبان له اصحابانو سره تشبیه کوي او افغان دولت له کافرو سره. ورته ناست ټالیبي مشران ورسره په موافقت کې سرونه ښوروي. عامو افغانانو سرونه ټیټ اچولي وي او د ده خبرو ته یې غوږ نیولی وي. دی لا خبرې کوي چې په منډه منډه یو ږیرور چڼی سټیج ته وخیژي او د پروګرام کوربه ته چې په قاري مشهور وي په غوږ کې څه ووايي. لده سره قاري راپورته شي او د پاکستاني مولانا په غوږ کې څه ووايي. پاکستانی مولانا شاته شي او قاري مایکروفون ته ودریږي او ووايي چې مبارک مو شه. دا اوس خبر راغی چې مجاهدینو پنځه ولسوالۍ فتحه کړې. لدې اوریدو سره ټالیبي مشران په لوړ غږ الحمد للله او الله اکبر چیغې پیل کړي. لاندې ورته ناست ټالیب پلوي د ناره تکبیر او الله اکبر او د اسلامي امارت زنده باد نعرې پیل کړي. پاکستانی مولانا دوی ته ګوري او ځان سره مسکی مسکی کیږي. وروسته خپلې خبرې ژر ژر خلاصې کړي،
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.