Skip to main content

Posts

Pashto Film Industry and Vulgarity and Sexual Nudity.

Pashto Film Industry and Vulgarity and Sexual Nudity. By Ghazal Momand تېره ورځ مخې له د پښتو د فلم يؤ دوه منټه کلپ راغلو ، چې خاوند پکښې خپلې  ښځه ته فرمائي "ښځې راځه چې کوټې ته شو چې دا بله مامله وکړو" زۀ نۀ پوهېږم چې دوي خلقو ته پۀ داسې ډايلاګونو څۀ پېغام لري ــــــــــــ  بله داچې کۀ ستاسو پام وي د پښتو فلمونو کې هر وخت يا ښځه چا سره تختېدلې وي، يا پکښې چا قتل کړے وي، يا پکښې د خپلو مشرانو نافرماني شوې وي، او داسې پسې ځه او نومونه ئې هم داسې وي لکه "جنګ"قتل عام"بدماش"شرابي"بد عمله"خان پۀ نشه کې دے"تکبر"تور داغ" او داسې پسې ځه او پۀ تېره تېره پکښې د ښځو لباس هم مکمل انګريزي دے چې د پښتو کلتور سره هېڅ تعلق نۀ لري ــــــــــــ  وس تاسو اوائې چې پۀ داسې فلمونو مونږ د پښتنو ځلمو، تور سرو او ماشومانو تۀ او بيا بهر نړۍ ته څۀ پېغام لرو؟؟؟ ولا وس کوم غم وژاړو ملائيت راټنګ کړو کۀ شاعري د قام پۀ ستونزو او د وخت پۀ ضرورت وکړو، او کۀ دې نورو قېصو ته پرتوګ وکړو ،  او کۀ څۀ وايو هر سړے به وائې تۀ خو ملا سړے ئې ستا پې څۀ خپل ذکر و اذکار کوه، 

Afghans Who Want To Go Cyprus Via Iran. Pashto Info Blog About Cyprus Visa

Afghans Who Want To Go Cyprus Via Iran. Pashto Info Blog About Cyprus Visa دا له قبرس څخه د یو افغان محصل پیغام دی. له ما یې وغوښتل چې د هغه د نوم له لیکلو پرته یې دلته خپور کړم: "قبرس ته په اوسنیو حالاتو کې ډېری افغان وروڼه غواړي د مجبوریت او یا هم د ښه ژوند جوړولو په پار پناه یوسي. دغه هېواد ته د راتلو لپاره افغانان اړین دي چې لومړی د اېران وېزه واخله او بیا له اېران څخه قبرس ته لاړ شي، خو بدبختانه له ایران څخه په دغو اسنادو نشي وتلای او ددوی تګ په هغه صورت کې کیږي چې غېر قانوني پیسې ورکړي.  یاد هېواد ته د راتلو یواځینۍ لار داده چې په شمالي قبرس کې باید د تحصیل لپاره په پوهنتون کې داخله وکړې او له شمالي بیا جنوبي قبرس ته د انساني قاچاق په ډول محصلین ځي. جنوبي قبرس ته د تللو څخه وروسته لومړی افغانان د مهاجرت نړیوال سازمان کېمپ ته داخلیږي او تر دوو میاشتني ځنډ وروسته له کېمپ څخه ویستل کیږي، خو د کېمپ څخه د وتلو په صورت کې هم له زیاتو ستونزو سره مخ کیږي  لکه: د کاري زمینې نه برابرېدل، د مهاجرت د اسنادو ځنډ او داسې نورې ستونزې. دغو مهاجرینو ته له مهاجرت مخکې داسې خبرې کیږي چې په جنو

From Tarikh E Farishta Book. Sultan Subagtagin And Alaptagin

From Tarikh E Farishta Book.  Sultan Subagtagin And Alaptagin. Waqas Esapzai کله چې د غزني واک د الپتګین لاسو ته راغلو' نو ددۀ پوځي جنرال «سبکتګین» څو ځله لغمان او ملتان ولوټلو او ډېرې وینځې او غلامان یې په قید کې راووستل! کله چې افغانانو ته د الپتګین د پنجو څخه خلاصون ترلاسه نۀ شو' نو راجا جیپال څخه یې د الپتګین پر ضد مرسته وغوښته! \ کله چې سبکتګین په راجا جیپال باندې بری وموند' نو بیا یې د افغانانو ښۀ درناوی وکړ او د ملتان ځینې برخې یې دوې ته د معاش لپاره ورکړې؛ خو محمود د خپل پلار «سبکتګین» د سیاست پر ضد افغانان سپک او سرټیټې کړل; په دوې کې چې کوم سرکښه وو' هغوي یې ووژل او چې کومو یې اطاعت قبول کړو' نو هغوي یې د خادمانو په توګه ځان سره وساتل! *** سرچېنه: تاریخ فرشته From Tarikh E Farishta Book.  Sultan Subagtagin And Alaptagin. Waqas Esapzai. Pashto Times, Tareekh Farishta Book, History Of Mehmood Ghaznavi, History Of Ghazni, Multan, Laghman, Pashto Info, Pashto Pedia, Pashto Watan,

Pathan, Background Of The Name Pathan For Pashtuns In India.

Pathan, Background Of The Name Pathan For Pashtuns In India. Why Pashtuns Are Called Pathans In India? د پټان د نوم لامل تاریخ فرشته لومړی ټوک پاڼه ۲۵ کې لیک دی چې کله افغانان وړمبی وړمبی هندوستان راغلو نو په پټنه کې اوسیدل ـ له همدې امله دوی ځانونه پټان بولي ـ د پټن او پټنه معنی د خار ده ـ او دغه شان د لودی او سور قبیلو په باره کې فرشته لیکلي دی " چې په کابل کې خالد بن عبدالله د حکومت کې له خپلې دندې ګوښه شو او خپلې کورنې سره د سلیمان په غرو کې میشت شو او خپله لور یې له یوه نوي مسلمان افغان سره واده کړه ـ د هغه له اولادې څخه د لودھی او سور په نومونو دوه هلکان وو، چې دا دواړه قبيلې مشهورې دي Pathan, Background Of The Name Pathan For Pashtuns In India. Why Pashtuns Are Called Pathans In India? Pashtuns And Pathans, name Of Pathans And Pashtuns. Pashto Info About Tarikh Parishta Book. Pashto Times, Pashto Pedia, Info Vlog.

Book Review. Da Swat Pukhto Adab Aw Saqafat. M. A. Deenakhel

Book Review. Da Swat Pukhto Adab Aw Saqafat. M. A. Deenakhel. History Of Swat Literature And Culture. د تازه چاپ شوي اثر معرفي: د سوات پښتو ادب او ثقافت ليکوال: ډاکټر محمدعلي ديناخېل د مخونو شمېر: ۲۹+ ۷۰۳= ۷۳۲ د چاپ نېټه: ۱۳۹۹هـ. ش کال، د قوس مياشت خپروونکی: د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست د اثر لنډه معرفي: د  سوات پښتو ادب او ثقافت نومې اثر کې پر دغو موضوعاتو څېړنه شوې ده: د دتهذيب او ثقافت لغوي او اصطلاحي معنا، د تهذيب او ثقافت اړيکې، تمدن او تهذيب، د سوات مختلف نومونه، د سوات څلورخواې، کوز او بر سوات، د سوات مساحت، خلک، زوړ تاريخ، په سوات کې مذهبونه، په سوات کې مختلف تهذيبونه:يوناني، ارياني، ګندهارا، دله زاک او سوات، د يوسفزو سوات ته راتک، په سوات کې لومړنی حکومت، د سوات د رياست تشکيل، انګرېزان او د سوات رياست، د سوات والي، پښتو د رياست سوات رسمي ژبه، د رياست ادغام، د پښتو په زمانه کې د سوات پښتو ادب او ثقافت، پښتو او پښتانه په سوات کې، په سوات کې د پښتو ادب ارتقا، د شېخ ملي دفتر، مخزن الاسلام، روښاني مکتب او د سوات پښتو ادب، په سوات کې د تصوف مروجې سلسلی، 

Rowa, Roaa, Old Name Of Pashtunkhwa. Pashtunkhwa Old Name

Rowa, Roaa, Old Name Of Pashtunkhwa. Pashtunkhwa Old Name. Waqas Espazai «روه» *** د پښتونخوا زوړ نوم روه وو' د خوشال خان خټک سربېره د پښتو نورو کلاسیک شاعرانو په شاعرۍ کې یې هم یادوونه شوې ده. په دې اړه د کاظم خان شیدا یو څو مقبول شعرونه دا دي - په هندي ادا یې وکړې په ما چارې زه شیدا، په زړه ساده د روه افغان یم / - شیدا واستوه ديوان د هنده روه ته چې لبریز یې په صدا هم کوهستان شي تاریخ فرشته کې د روه جغرافیه په دې ډول بیان شوې ده: «روه څخه موخه هغه غرئیزه لړۍ ده' کومه چې په لویوالې کې له باجوړه تر سیوۍ پورې ده او له بکر او حسن ابدال نیولې تر کابل او کندهار پورې خپره ده.» Rowa, Roaa, Old Name Of Pashtunkhwa. Pashtunkhwa Old Name. Pashto Info Blogs, Pashtunkhwa Name In Khushal Khattak Poetry, Kazim Khan Shida, Tarikh Farishta, Pukhtunkha Watan Pa Tareekh Ki. Tareekh, Da Pukhtano Tareekh. Pashto Pedia, Pashto Times, Pashto Blogs.

Khushal Khan Khattak Aw Mughals. Pashto Info

Khushal Khan Khattak Aw Mughals. Pashto Info. Understanding Khushal Khan Khattak Baba. د ننګیال یوسفزي له وال څخه کاپي کتاب رمغانِ خوشحال دريمه برخه ✍️ په کال 1657 کښ شاه جهان ناروغه شو او د سلطنت کار روزګار نه پاتې شو د بادشاه د علالت په وجه د بادشاه په ځامنو کښ د تخت نشينئ لپاره جنګونه شروع شول او دا جنګونه نور په 1658 کښ تيز شول  د بادشاه دوه مشری ځامن دارالشکوه او شهزاده شجاع ځان خان ملګري وو او دوه کشري ځامن مراد بخش او اورنګ زيب ملګري وو او خپلو کښ يې جنګونه کول دې وخت کښ د مغلو سلطنت وړو وړو برخو کې تقسيم شو هو د شاهزادګانو په دې جنګونو کښ اورنګ زيب کامياب شو . شاه جهان چي د خپل مشر ځوئ دارالشکوه طرفدار وو کشر ځوي اورنګ زيب زندان کښ بندي کو او هم په زندان کښ وفات شو  اورنګ دپاره اوس ميدان صفا شو هغه بادشاه شو او عالمګير لقب يې اختيار کو دا کال 1659 وو  د تخت نشينئ په دې جنګونو کښ د يوسفزو مشر بھاکو خان د دارالشکوه طرفدار وو دارالشکوه خوشحال خان هم خپل طرفدار کول غوښتل خو خوشحال خان اونه منله او د اورنګ زيب طرفدار شو په کوهاټ کښ د يوسفزو په ډله چې د دارلشکوه د استقبال دپاره ولاړ

Khushal Khattak Baba Pashto Ghazal Describing Beauty Of His Beloved

Khushal Khattak Baba Pashto Ghazal Describing Beauty Of His Beloved. تور ګيسو دې په چندڼ باندې ښامار دي تورې زلفې د سنبل د نوبهار دي چې وَ ملا او کوناټيو ته دې ګورم اويزاندې پاغوندې په نري تار دي . تورې سترګې د هوسۍ د خطا شوې چې وَ څړ وَ تَه پرتې په سنبل زار دي .  تورې وروځې دې لينده، باڼه دې غشي عاشقان يې زخمي شوي په ګوزار دي .  مصفا تندی دې ښه دی تر بلوره بیدلان يې په سَرونو خريدار دي . دغه خال چې دې د وروځو په پيوند دی د خطا د ملک اصلي نافې ترې زار دي . سپينه پوزه دې د غوټۍ د زنبق ده چې چاپير ترې نور ګلونه د ګلزار دي .  بناګوش دې نسترن دی غوړېدلی د چنبې تر ګلو به دواړه رخسار دي .  سپينه خوله که دې غنچې سره نسبت کړم د غنچې غوټۍ کله شکربار دي . دواړه سرې شونډې دې ښې دي تر سرو لعلو سپين غاښونه بې بها دُر شهوار دي . ښايسته زنه دې سيب د سمرقند ده چې خواږه يې تر نباتو نه بسيار دي .  صراحي د سپينو زرو، سپينه غاړه سيم آسا اوږې دې هم په دغه شمار دي .  واړه تن دې د حلب تر ښيښې صاف دی چې رازونه دې درون ترې نمودار دي . سپنې لېچې دې مصرۍ تُورې تېرې کړې چې خونونه يې په غاړه سل هزار دي . د ياقوتو

What Shora E Nizar Tajik Uzbek Did With Pashtuns In Afghanistan.

What Shora E Nizar Tajik Uzbek Did With Pashtuns In Afghanistan. Kabul In 90s  #شورا نظار له غازي امان الله خان ، تر غني پورې، حقايق او د دوی خيانتونه. ليکنه درسره ولولئ:  او ښه ډيره يې درسره شير هم کړئ، چې دا ويده پښتانه لږ ويښ شي. شورا نظار، شمال ټلوالي جمعيت ګوند او اوس ملي مقاوت په نوم يې  چې خوځښت پيل کړی، نومونه بیل بېل خو له اره اهداف او اشخاص پکې ټول يو دي او غړي يې: احمدشاه مسعود ، احمد مسعود ، امر الله صالح، مارشال قسیم فهيم، محمد محقق، رباني، کريم خليلي، ډاکتر عبداله عبدالله ، عطامحمد نور، امرالله صالح ، عبدالطيف پدرام، جنرال دوستم او نور دوی تر ډيره د تاجکستان کولاب او ايران مشهد څخه راغلي او د همغوی په جاسوسۍ هم تورن دي د افغانستان هر نظام دوی ننګولی او  پرځولی ده لومړی حبيب الله کلکاني يا بچه سقاو چې غل و، او د غازي امان خان نظام يې وپرځوه. بيا د ډاکتر نجيب الله نظام کې هم دوی تر ډيره ونډه درلوده، کله چې روس ووت، ليکوالان ليکي چې ګلبدين او ډاکتر نجيب الله يو د سولې توافق ته رسيدلي ول خو بيا ځيني ليکوالان وايي چې پاکستان ګلبدين حکمتيار له دې منعه کړ، ځکه د هغوی ګټو ته زيان

Hammad Safi VS Iqbal Masih. Urdu Comparison Of Hamad Safi and Iqbal.

Hammad Safi VS Iqbal Masih. Urdu Comparison Of Hamad Safi and Iqbal. ہم وہ قوم ہیں جو حقیقت و عمل کی بجائے تقریر و باتوں پر خوش و مطمین ہوتے ہیں تصویر نمبر 1: اِس تصویر میں ایک سیلکڈ موٹیویشنل اسپیکر حماد صافی ہیں۔ حماد صافی کے کریڈٹ میں سوائے رٹی رٹائی تقریر کرنے کے اور کچھ بھی نہیں ہے۔ موصوف سونے کا چمچ لے کر پیدا ہوئے اور کچھ خاص اتالیق ملے جنہوں نے ان سے ان کا بچپن چھین کر انہیں ایک خاص لائن پر لگا دیا۔ حماد صافی کو ریاست کی مکمل اسپورٹ حاصل ہے اور اسے میڈیا چینلز اور جامعات میں بلایا جاتا ہےان کے کریڈٹ پر انسانیت یا پاکستان کیلئے کچھ بھی نہیں ہے۔ تصویر نمبر 2: اِس تصویر میں موجود بچہ کم سن پاکستانی لیڈر اقبال مسیح ہے۔ یہ بچہ اپنے بچپن کے اوائل میں ہی قالین بننے والی ایک فیکٹری میں جبری مزدوری کیلئے فروخت ہو گیا۔ریاست نے اس کی بحالی کیلئے کچھ نہیں کیا۔  یہ بچہ وہاں سے بھاگنے میں کامیاب ہو گیا تو ریاست کی پولیس نے اسے گرفتار کر کہ دوبارہ قلین ملز مالک سیٹھ حاجی خان کو دے دیا۔ اپنی ذاتی کوششوں سے یہ بچہ دوبارہ بھاگنے میں کامیاب ہوا اور کسی طرح بانڈڈ لیبر لبریشن فرنٹ کا حصہ بن گیا۔ مح