Book Review. Da Swat Pukhto Adab Aw Saqafat. M. A. Deenakhel. History Of Swat Literature And Culture.
د تازه چاپ شوي اثر معرفي:
د سوات پښتو ادب او ثقافت
ليکوال: ډاکټر محمدعلي ديناخېل
د مخونو شمېر: ۲۹+ ۷۰۳= ۷۳۲
د چاپ نېټه: ۱۳۹۹هـ. ش کال، د قوس مياشت
خپروونکی: د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست
د اثر لنډه معرفي:
د سوات پښتو ادب او ثقافت نومې اثر کې پر دغو موضوعاتو څېړنه شوې ده: د دتهذيب او ثقافت لغوي او اصطلاحي معنا، د تهذيب او ثقافت اړيکې، تمدن او تهذيب، د سوات مختلف نومونه، د سوات څلورخواې، کوز او بر سوات، د سوات مساحت، خلک، زوړ تاريخ، په سوات کې مذهبونه، په سوات کې مختلف تهذيبونه:يوناني، ارياني، ګندهارا، دله زاک او سوات، د يوسفزو سوات ته راتک، په سوات کې لومړنی حکومت، د سوات د رياست تشکيل، انګرېزان او د سوات رياست، د سوات والي، پښتو د رياست سوات رسمي ژبه، د رياست ادغام، د پښتو په زمانه کې د سوات پښتو ادب او ثقافت، پښتو او پښتانه په سوات کې، په سوات کې د پښتو ادب ارتقا، د شېخ ملي دفتر، مخزن الاسلام، روښاني مکتب او د سوات پښتو ادب، په سوات کې د تصوف مروجې سلسلی، پر سوات پر پښتو ادب د نورو ژبو اثرات، ټولنيز ژوند او پښتونولي، د سوات د پښتنو ليکوالو او اديبانو پېژندګلو، په رياستي دور کې د سوات پښتو ادب او ثقافت، خدايي خدمتګار تحريک او سوات، د پښتو ژبې تدريس، د سوات جشن او پښتو ادب، د پښتو دور او رياستي دور موازنه، د رياست سوات ادغام او ټولنيز بدلون، سوات او پاټا، ادبيات، سياست، مذهب او عقيده، د خيال ازادي او مساوات، په يوويشتمه پېړۍ کې د سوات پښتو ادب او ثقافت، افغان جنګ او د سوات پښتو ادب او دې ته ورته نور ډېر په زړه پورې مطالب په دې علمي څېړنيز اثر کې په روانه، ساده پښتو ژبه څېړل شوي دي. د سوات د تاريخ، ادب او ثقافت په اړه دا ډېر ګټور او غوره اثر دی، ددې اثر ليکوال او د ادب مينه والو ته دې ددې علمي اثر چاپ مبارک وي.
-------------------------------------------------------------------------
یادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه په مناسبه بيه ترلاسه کولای شئ.
د اړيکې شمېره: 0202201279
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.