Rowa, Roaa, Old Name Of Pashtunkhwa. Pashtunkhwa Old Name. Waqas Espazai
«روه»
***
د پښتونخوا زوړ نوم روه وو' د خوشال خان خټک سربېره د پښتو نورو کلاسیک شاعرانو په شاعرۍ کې یې هم یادوونه شوې ده. په دې اړه د کاظم خان شیدا یو څو مقبول شعرونه دا دي
- په هندي ادا یې وکړې په ما چارې
زه شیدا، په زړه ساده د روه افغان یم
/
- شیدا واستوه ديوان د هنده روه ته
چې لبریز یې په صدا هم کوهستان شي
تاریخ فرشته کې د روه جغرافیه په دې ډول بیان شوې ده:
«روه څخه موخه هغه غرئیزه لړۍ ده' کومه چې په لویوالې کې له باجوړه تر سیوۍ پورې ده او له بکر او حسن ابدال نیولې تر کابل او کندهار پورې خپره ده.»
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.