پاس پهٔ کابل مې ګل کرلې
زهٔ پهٔ تورخم ولاړه یم بوئي یې راځینه
مورې کوچیانو تا مې ورکه
د اوښ پهٔ شا به مې کابل ته خیژاوینه
کابل پهٔ سپینو واورو پټ دې
لکه حجیان پهٔ عرافات ختلي وینه
د کابل سینده شور وهٔ نکړې
زخمیان ویدهٔ دي چې راویښ نشی مئینه
یار له کابله را روان دې
ما پهٔ تورخم ورته نیولي دي ګُلونه
د کابل سینده بختاور یې
سردار داؤد به درکې لاس مینځلي وینه
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.