اېمل ولي خان نن د شهید ممتاز اورکزي په قبر د ګلونو ګېډۍ اېږدي!
راځۍ چې نن یو بل ممتاز اورکزۍ در اوپېژنم
د اورکزیو نېشنلې شهید قاسم ممتاز اورکزۍ!
"جوندې نېشنلې ممتاز اورکزۍ دې الله راته نور هم جوندې لري" او شهید نېشنلې ممتاز اورکزۍ ته دې الله ج په جنت کې لوړ مقامونه ورکړي،
شهید قاسم ممتاز اورکزۍ چې د توره وړۍ اورکزۍ اوسېدونکې وو، د باچاخان د تسلسل د عوامي نېشنل ګوند هنګو څانګې اورکزیو مشر وو او د نېشنل ګوند له لوری د هنګو ضلعې توره وړۍ 'ضلعي کونسل کونسلر وو'
شهید ملک ممتاز اورکزۍ هغه وخت د نېشنل د سور بېرغ لاندې په هنګو اورکزیو کې د یونئن کونسل الېکشن وکړو کوم وخت چې اورکزۍ کې د ریاستي طالبانو راج وو او نېشنل او نېشنلزم الته کفر ګڼل کېدهٰ خو ممتاز اورکزي د ظلم او کفر په وحشي ماحول کښې د بابا تسلسل جوندي ساتلو د پاره د پښتنو د روڼ مستقبل د پاره سور بېرغ په لاس کې مېدان ته راودانګل او د ریاستي ظلم خلاف یې د نېشنلزم جهنډه او بیانیه پورته کړه ،
خو څه وخت روستو په ۲۰۱۵ کې ریاستي پالېسۍ د کور سره نېزدې په یو بمي چاودنه کې والوزو او شهید یې کړ
ممتاز اورکزۍ ډېر وخت ځکه پاتې نه شو چې هغه د باچاخان د تسلسل عوامي نېشنل ګوند ملګرې وو او په قام او وطن مئین وو او ریاست ته په قام او وطن مئین او د امن ملګري نه وو پکار،
ممتاز اورکزي د سر سوده وکړه خو د وطن سوده یې نه کوله،
خپل قامي شهیدان ما هېروۍ
روح یې ښاد او په ګور یې نور
نوټ: دغه لیکل مې کاله دوه مخکې کړي وو خو نن مې بیه ځکه دلته راوړل چې اېمل ولي خان الته د شهید په قبر د ګلونو ګېډۍ اېږدي او ډېر خلک د شهید ممتاز اورکزي د نامه سره نااشنا دي.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.