د افغانستان لس وار لارډان څوک دی؟ ( یو سرسری جائزه )
۱- عبدالرشید دوستم
دوستم بنیادی طور په افغانستان کښې د جوزجان ولايت او بلخ ولايت کښې خپل اثر رسوخ لری، جوزجان ولايت د ترکمانستان سره سرحد لری، دوستم د ترکی د موجوده صدر طیب اردګان خاص ملګرې دې، په ترکی کښې هم په سرکاری مهمان خانو او سرکاری پروټوکول سره د خپل ژوند نه ښه مزې پورته کوی. دې په خپلو دوستانو کښې د بابا او پاشا په نوم مشهور دې، د پاکستان سخت مخالف دې، د روس، هندوستان، او امریکې سره تلې راغلې ډېر کوی، د افغانستان نائب صدر هم پاتې شوې دې، په دوه زره څوارلس کښې او د اشرف غنی حکومت کښې ورته د مارشل اعزاز هم ورکړې شوې دې، ډېرو حملو کښې بچ شوې دې، نن سبا یو زوړ ازمرې دې، د خپل خاندان سره ترکی کښې مزې کوی.
۲- عطامحمدنور
د دوه زره څلور نه واخله تر اوسه د بلخ ولايت والی ګورنر پاتې دې، غټ بروکر دې، د طالبانو سره مخالف هم وسېدلې دې، خو پوزیشن ته ګوری، نن سبا حالاتو کښې بیا ډېر فعاله دې، د امریکې ناقد دې، او ماسکو مذاکراتو کښې لوې لاس لری، پاکستان سره خپل تعلق ساتی، او هندوستان سره هم تعلق نه خرابوی، په کال نولس یو نوی کښې هندوستان کښې سیاسی پناه اخستې وه.
۳-عبدالرب سیاف
استاد سیاف په نوم مشهور دې، پغمان ولايت کښې خپل زور او اثر رسوخ لری، د طالب خلاف تبلیغات کوی، اوس بوډا شوې دې، پاکستان سره ښه تعلق ساتی، او هند سره هم غم ښادی کوی، د جرګو مرکو مشر دې، د سوېت یونین خلاف یو غټ جهادی مشر وو، خلق ورته د قدر په سترګه ګوری، کابل کښې اوسی. نن سبا وزګار دې، بس خبرونه ګوری، کله یو چېنل کله بل چېنل.
۴-اسماعیل خان
اسماعیل خان ډېر مضبوط سړې دې، د ډاکټر نجیب مخالف وو، د هرات ولايت والی ګورنر پاتې دې، دغه علاقه کښې بل سړې نه برداشت کوی، د طالبانو مخالف پاتې شوې دې، ایران سره نېزدې تعلق ساتی، تلې راغلې ایران ته ډېر کوی، موجوده حالاتو کښې د طالبانو سره د جنګ نه بیخی انکاری شو، او هغوی ته تسلیم شو، نن سبا کابل کښې عالیشان بنګله کښې اوسی.
۵-ګل اغا شیرزې
ګل اغا شیرزې د کندهار او ننګرهار ولایت والی ګورنر پاتې دې، کله د کرزی ملګری، او کله د ډاکټر عبدالله ملګرې، بس خپل پوزیشن ته ګوری، په خپل وخت کښې په کندهار او ننګرهار ولايت کښې قابل تحسین امن او امان جوړ کړې وو، د امریکایانو سره تلې راغلې ډېر دې، د پخوانې صدر باراک اوباما نېزدې دوست ګنړلې شی، د موسیقې سره هم شوق ساتی، د بولډېزر په نوم مشهور دې، ښه د اسائش ژوند کوی،کله دوبۍ کله سویټزرلېنډ بس مزې دی او د ده په نصیب دی.
(نور بیا)
(جاری)
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.