Skip to main content

د کرنل امام د کتاب نه

 From Colonel Imam Book Ahan Posh. Amir Sultan better Known as Ameer Sultan , retired Pakistan Army Officer. Book Name Ahan Posh.


د امیر سلطان (کرنل امام) د افغان جهاد ياداښتونه


 د امريکا ولسمشر جیمی کارټر او صدراعظم ریګین به ویل چې افغان مجاهېدین د اسلام اصلي ساتونکي دي. د دې خبرې په اوریدو به مو بو بل ته وکتل او وبه مو خندل. 

 په سیاست کې همیشنی دوست او همیشنی دښمن نشته، نو هر وخت باید دوستي او دشمني د خپلو ګټو پر اساس تعریف شي. 


3. مجاهدينو صدر ضیاالحق د یو مشر او خواخوږى په حیث پیژانده او د ټولو په زړونو کې یی خاص ځای لاره، چې اكثرو به د بابا لفظ ورته کاره وو، مشورې به یی ورسره کولی، او ده به هم په خاصو غونډو کې ګډون ور کاوو. کله چې د ضیاالحق په طیاره کې د چاودنې پېښه وشوه، افغان مجاهدينو او د دوی مشرانو په سرو سترګو ژړل، شعرونه او سندرې یي ورپسې جوړې کړي. 


 د مجاهدینو مشرانو به ویل چې موږ نه غواړو چې د داودخان او نورو کمونستانو غوندې حکومتونه جوړ کړو، بلکې موږ اسلامي نظام جوړه وو، او د همدې لپاره قربانې ورکوو. 


 موږ غوښتل چې د جميعت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ یو سیاسي حکومت جوړ کړو، خو د دوی تر منځ اختلاف او جنګونو موږ په بل فکر مجبور کړو چې باید له طالبانو ملاتړ وکړو


یو وخت راغی چې ځینې جهادي رهبرانو په پاکستان بد ګمانه شوي وو، او د نورو هیوادو د استخباراتي کړیو (امریکا، انګلستان، فرانسه، ایران او سعودي عرب) سره یي ښه مفاهمه روانه وه. او دا د پاکستان لپاره خواشینی کوونکي وه، نو پلان دا شو چې زه باید د پنځوس شاوخوا نوي جهادي رهبران ټرین کړم خو دا ځل باید رهبران د عصری زده کړو پر ځای ديني زده کړی ولري او داسي خلک له مدرسو او جماعتونو څخه تر لاسه کېدای شي چې په دې فاني دنیا غولیدونکی نه وي.


مولوي محمد نبي محمدي په افغان مجاهدینو کې تقوا داره، ساده، او مخلص انسان وو، د هرې مرستې لپاره به مو چې غږ پرې وکړ نه یی نه کوله. 


 نوی د ټرینینګ ډلې ته مو دا هم ور زده کړل چې څنګه په مشکل وخت کې خپل اکمالات په خپله وکړي، ضرور نه ده چې هر وخت د دوی د پاکستان، امریکا او سعودي مرستو ته اړ وي او هغه لار زکات، عشر، د حکومتي او موسیساتو د كاركوونكو تښته ول او په بدل کې یی پیسې تر لاسه کول، د خلکو تر منځ د روغې جوړې په نوم پیسې تر لاسه کول.... ول. 


 د کوکنارو او قاچاق په اړه مې چې د پیسو تر لاسه کولو طریقه ښودله نو یو ځوان پوښتنه وکړه چې دا خو په اسلام کې حرام دي: 

ځواب مې داسي ورته د ملګرو په همکارۍ برابر کړ: د الله ج په لار کې جهاد کول لپاره هر څه روا دي، کله چې تاسو د الله ج د دین ساتنه کوي نو بیا الله ج تاسو په دومره وړو وړو غلطیو نه نيسي. 

. امريکایان ډیر بي وفا خلك دی(دا خبر یي څو وار په کتاب کې تکرار شوي) دوی افغان جهادی تنظيمونه خپلو کې جنګ کولو ته پریښودل او دوی ورته د خیر په غونډۍ کښیناستل، او پاکستان یی هم یوازې پریښود


 اوس ځینې راپاڅیږی وایی چې تاسو د ترهګرو ملاتړ کاوو، موږ د ترهګرو نه بلکې د پاکستان د صحيح ملګرو ملاتړ کاوو. 


 طالبان زموږ ریښتنی دوستان دی، دوی له پاکستان سره مینه لری او پاکستان د اسلام قلعه بولي، دوي په دې خاوره ژوند کړی او دومره نمک حرامه نه دی چې د پاکستان د خلکو او حکومت مرستې هيرې کړی. 


 کله چې زموږ اړیکې له هندوستان سره د کشمير پر سر خرابې شوي نو مجاهدينو ویل چې امام صاحب امر کوه څومره مجاهدين د پکار دي. او طالبانو به ویل چې موږ هر وخت د پاکستان لپاره قربانې ته تیار یو. 


 د افغانانو په اړه ویل کیږي چې په جګړه کې تکړه دی، خو د جګړې ورسته امن او امان نه پاته کیږي ځکه دوی په لوټ مارې شروع وکړي. 


 کله کله ډیر خفه شم، طالبانو ته ډیر شرمنده شم، د پاکستان پوځ دوي په امریکا خرڅ کړل، ځینې یي ګونتنامو ته وسپارل او ځینې د پاکستان په جيلونو کې بدې شپې او ورځې تیره وي. 

.کله چې امریکا له بهری بیړۍ څخه کروز مزايل په ننګرهار او خوست کې د طالبانو په مرکزونو وتوغول، نو ډیر طالبان او د دوی مشران پکې زیان شول او کوم چې زخمي شوي وو، د هغوي کوښښ وشو چې پاکستان ته یی راوړي تر څو یی علاج وشي، خو د میرانشا او نورې لارې یي ورته بندي کړي وي، نو پوه شوم چې د پاکستان حکومت هر څه د امریکا پر خوښه کوي. 


 طالبان زموږ قهرمانان وو، هغوی دومره مینه له پاکستان سره درلوده چې جنرال پرویزمشرف یی ورسره نه لری. 


 افغانان اکثره وخت د پړی ګوته پاکستان ته نيسي او دښمن یي بولي، خو زه دوی ته وایم چې ستاسو دښمن هغه ده چې تاسو ته د دوست جامه کې ځان ښکاره کوي.


 د طالبانو په ټوله واکمنۍ کې له شروع تر 11 د سپتمبر پورې زه په افغانستان کې وم. 


 د کرنل امام په خپلو یاداشتونو کې طالبانو زما شاګردان خطاب کوی، یو ځاي وایي چې طالبان ډير ساده خو زړور خلک دي.

From Colonel Imam Book Ahan Posh. Amir Sultan better Known as Ameer Sultan , retired Pakistan Army Officer. Book Name Ahan Posh

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso