Pukhtun Ta
Poet. Ghani Khan..
ستا زړګئ وچوه پښتونه
زاره چاود يمه له تانه
خوی خصلت دې د غلام
نشه زياته د پاچا نه
عقل شاته ، زړه ناپاکه
لاس دې ستړئ خوله چالاکه
ستا تاريخ دی عبرتناکه
معامله دې ګډه وډه
تا ټوکړې ټوکړې خوشحال کړ
در بدره دې جمال کړ
خو امان دې په څه حال کړ
بې وطنه سرګردانه
په ډېران يې ناست خوشحاله
د ګونګټ سوټو کې ځاله
بې هنره بې کماله
په هنر د ورور پښېمانه
زړه مې چاودې دی له تانه
(غني خان)
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.