Khushal Khan Khattak Pashto Poetry Ghazal With Explanation Of Pashto Classic Words.
غزل _ خوشحال خان خټک
چې درومي په انګړ کې، درست انګړ سره يو ګل شي
د مُشکو بوی راپاسي ، چې دې تار په تار کاکل شي
چې سترګې کړې ورپـــــورته په نرګس شي بلا سازه
چې زلفـــــې کـــــړې نمودې حبطه واړه سنبل شي
د ملا د ويښتـــــه فـــــرق به دې هېڅ يو سره ونه کا
که واړه دانايـــــان مې پـــــه دا فکـــــر ، تامل شي
عـــــالم وايي و مـــــاتـــــه له ښـــــه مخه صبر وکړه
حيــران يم له ښه مخـــــه په څه صبر و تحمل شي
د خوشحال خاطر يې هسې ځنې يووړو تورو سترګو
لکـــــه صيد د شاهينو تر مښوکو ، تر منـــــګول شي
خوشحال خان خټک بابا
کليات _ مخ :- ۳۰۴
کاکل _ د جونو د سر ویښتان چې د خولې په لور ځوړند وي. نن صبا وته کوئف وايي
نمود _ اظهار، نمائش ، ښودنه
حبطه _ ضايع کيدنه، بې فائده، بې کار، عبث
سنبل _ يوه ګل نامه ده
تامل _ نهایت غور اور فکر سره کتنه
صيد _ هغه ځناور چې ښکار کونې دې وي. يا ښکاري ته پخپله هم ځينې معنو کښې راځي
Khushal Khattak Baba Pukhto Ghazal. Pukhto Shayeri Da Khattak Baba. Khushal Khattak Born To Shahbaz Khattak Of Akora Khattak. Sahib E Saif Wa Qalam Khushal Khattak. Khushal Khan Khattak Pashto Poetry Ghazal With Expla
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.