Khushal Khattak Baba Pashto Classic Ghazal Poetry.
په سرو شونډو دې بازار د شکر مات کړ
تورو زلفو دې ناموس د عنبر مات کړ
چې یې ستا د خط و قد ننداره وکړه
صورت ګرو مې پرکار ومسطر مات کړ
سحرګرو وس د سحر دُکان ونغښت
دواړو سترګو دې دَ سِحر هُنر مات کړ
ماتوه د خوشال زړه بیا به اووائ
چې مې څه لره دا هسې ګوهر مات کړ
#خوشال #پښتو #جمالیات
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.