Satan. The Ideal Of Pashto Poet Ashraf Maftoon Is Satan.
By Khatir Passoon
تاسو به داسې څوک لیدلے وي؟ چې هغه د شیطان مرید وي؟ د هغه ائېډل شیطان وي؟
هو خود
زموږ د شلمې پېړۍ روماني شاعر اشرف مفتون
هغه د شیطان خود داري ته ډېر قدر لري. دے پۀ دا عقیده دے چې شیطان د نړۍ تر ټولو خود دار، پیاوړے او جرت مند سړے دے.
هغه له جنت ځکه و ویستۀ شۀ چې دے خود داره وۀ له لوے خداے پرته یې چاته سجده نۀ شوے کولے دۀ خپل هر څۀ وبایلل خو سر یې ټيټ نۀ کۀ او اشرف مفتون دا هم مني چې شیطان د نړۍ تر ټولو پوهه سړے دے
د هغې برعکس دے وایي چې انسان هم خداے دغه جنت ته نناویستۀ هغه هم وراټۀ شۀ خو د شیطان غوندې پۀ نرتوب پورې نۀ و ویستۀ شۀ بلکې هغه د خپل وږي نفس پۀ وجه وراټۀ شۀ
دغه خیال اشرف مفتون څو ځله راوړے دے خو "د ملا او د شیطان مکالمه" نومي نظم کښې د دغه خیال ټوله خلاصه یې وېلې ده.
او ځکه خو دے پۀ شیطان پسې ځي چې
دا مستي، مینه او جام که خدایه! لمسه د شیطان وي
خفه نۀ شې پاکه ربه! زۀ شیطان پسې به ځمه
Pashto Poet Ashraf Maftoon was Idealizing Satan ( Shetan) as brave and daring character in his nature. Ashraf Maftoon Was Admirer of Satan. Satan. The Ideal Of Pashto Poet Ashraf Maftoon Is Satan.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.