Ghazi Muhammad Ayub Khan. Who Was Ghazi Muhammad Ayub Khan? Malala Of Maiwand, Ghazi Ayub Khan And Pak Army Officers.
محمدایوب خان څوک وو۔
محمدایوب خان د پښتنو یو عظیم جرنیل وو چه په فاتح میوند او د افغان پرنس چارلي په نومونو هم یادیږي۔د پلار نوم یی شیراعلي خان وو۔مور یی د سادات خان مهمند آف لالپوره لور وه۔د رور نوم یی یعقوب خان وو۔
ایوب خان په 1857 کی پیدا شوے وو۔په یو وخت د هرات ګورنر هم پاتی شوی دے او د 1879 نه تر 1880 پوری د افغانستان امیر هم وو۔په 1880 کی د پښتنو او انګریزانو یو خونړﺉ جګړه شوی ده چه په جنګ میوند یادیږي۔په دی جګړه کی ایوب خان د پښتنون فوج کمانډر او د جنګ مشر وو او انګریزان یی ډیر شرمناک شکست سره مخ کړل دی ته دویم اینګلو افغان جنګ هم ویلے شي۔هم په دی جنګ کی یوی پښتنی پیغلی چه په ملاله میوندﺉ یادیږي او د په 1861 کی د خنګ یا خیګ نومی کلي یو ګډبه کره پیدا شوی وه د خپلی لوپټی نه جهنډه جوړه کړه او دا ټپه یی اوکړه چه۔
که په میدان کی شهید نه شوی۔
ګرانه لالیه بی ننګٸ له دی ساتینه۔
دی ټپی سره پښتون فوج په انګریزانو داسی حمله اوکړه چه هغوﺉ مکمل شکست سره مخ شول خو ملاله د هغی پلار او د هغی چنغول په دی جنګ کی شهیدان شول۔الله دی مزارونه د نور نه ډک کړي۔
خو ایوب خان بیا په قندهار کی د انګریز په مقابله کی شکست سره مخ شو اونیولے شو او هندوستان ته جلاوطن کړے شو۔خو د هلته نه په څه طریقه رااوتخیدو او ایران ته لاړو۔خو اخر په 1888 کی په ایران کی د انګریزانو سفیر مورټین ډیورنډ سره د ملاقات او خبرو نه پس دوباره بیا هند ته واپس شو او په لاهور کی دیره شو او د انګریزانو د طرف نه ورته پنشن مقرر شو۔
دا نوموړے جرنیل په 1914 کی په لاهور کی وفات شو او د پیښاور په وزیرباغ هدیره کی خاورو ته اوسپارلے شو۔الله دی قبر د نور ډک کړي۔۔د ده یوولس{11} ښځی پینځلس{15} ځامن او لس{10} لونړه وی۔د ده دوه نمسي سردار هاشم محمود الافندي او سردار اسماعیل خان په پاک فوج کی بریګیډیرز وو۔
مینه او مننه۔
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.