Ghani Khan Letter To Amir Muhammad Khan Hoti.
امير محمد خان لالا ته خط 💌
خان لالا دا مې تا ته ليکلے دے ته مې د با با مريد او شاګرد رشيد ئې ته د هغه په زړه او دماغ ځکه پوهيږي چې ستا زړه او دماغ هم د دغې يو قالب جوړ دی ستاسو روحانی شاه تارونه په يوه پرده سر دی.ځکه يو زير دے او بم هنګ د دواړو يو دے دا شعرونه ما ډير په مينه ليکلی دی اميد دے ستا به هم خوښ شی ۔❤
تا ړندو ته مشال بل کړے دے
خان لاله عجيبه انسان ئې تۀ
بې پايانه تلاش ئې ارمان ئې تۀ
عجيبه د غمونو جهان ئې تۀ
بې اختیاره اميد او ايمان ئې تۀ
بې قراره طلب د جانان ئې تۀ
جوارګر داسې مست او سرشار ئې تۀ
دا ولې د سازونو،رنګونو ،نور
ولې ږدې د جنون او فراق په کور
خوشحالی او خانی او خندا غرور
ولې تا ته خواږۀ دی د دار په سر
د حرا رنګينې او مستی د طور
يو رنګين او سنګين شان داستان ئې تۀ
بې پايان تلاش ئې ارمان ئې تۀ
د ادم د غرور يو جهان ئې تۀ
د حوا د سرور يو نشان ئې تۀ
د پاکۍ تلاش د رشتيا تلاش
د تيرو ارمان،د رڼا تلاش
او د نن نه تښتې تيرو له ځی
د پرون تلاش، د سبا تلاش
خو دا هر څۀ هر څۀ چې واړوې
او نظر دې ستومانه د رنګ نه شی
چې دا واړه خوبونه راواړوې
او دا هوش دې مايوسه د جنګ نه شی
چې دا سترګې دې ستړې د شمعې شی
او ځيګر مرور د پتنګ نه شی
نو بيا هم يو تۀ ئې او يو ستا تلاش
د هما په ملک د غنقا تلاش
د فرعون کره د نمرود په تخت
د منصور طلب د عيسی تلاش
په نرګسو روښان بيابان ئې تۀ
د غمونو خوبونه جهان ئې تۀ
يو فقير خو مالک د قارون د مال
يو نشته او مشغول شان ارمان ئې تۀ ...
#TheLegendGreatGhaniKhan
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.