د یوې پخوانۍ سندرې شالید: پاس دتنګي مستې ځدراڼې جنکۍ ژاړي اوړکي بیا کابل ته ځینه دا اصلآ لنډۍ ده، چې په پکتیا ولایت کې ویل شوې خو ډېر کسان دا لنډۍ نه؛ بلکې سندره بولي؛ ځکه چې ډېر وخت د سروکي په ډول ویل شوې او نورې لنډۍ لکه په نورو سندرو یا سروکو پورې، چې تړل شوې په دې لنډۍ پورې هم تړل شوې دي، همدغه لنډۍ، چې د سیمې سندرغاړي وایي نو نورې لنډۍ ورپورې تړلې وایي لکه: ته له تنګي ځینې راتېر شه تر دې ملالې خوله به زه در تېره شمه بیا د لنډۍ په پای کې وایي: پاس د تنګي مستې ځدراڼې جنکۍ ژاړي اوړکي بیا کابل ته ځینه او کله کله خو د سندرې په پای کې (شیرینه یاره) هم ورسره زیاتوي. د یادونې وړ ده، چې پورتنۍ لنډۍ اصلآ داسې ده: ته تر خروړي سپي راتېر شه له دې ملالې خوله به زه درتېره شمه خو دا لنډۍ د پکتیا ځدراڼو په سیمه کې په پورتني شکل اوښتې ده. د دغې سندرې په اړه هم بېلابېل روایتونه موجود دي یو روایت وایي کله، چې په کابل د سقاو حکومت و، ګډوډي وه، د سقاو زوی د حکومت له خوا په ښار کې چورتالان ګډ و او د خاورې تمامیت ته جدي خطرونه متوجه و نو د کلیو ځوانان به د جګړو جبهو ته په تېره کابل ته راتلل او دا ځونان
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.