د جهان په مخ به نه وي، هسې تا غوندې دلبره
پري رویه، عنبر بویه، سنبل مویه، سمن بره
پري رویه : د ښاپېرۍ غوندې ښائسته ۔ One with a face like a fairy
عنبر بویه : چې د عنبرو غوندې بوے لري ۔ One who smell like ambergris
Ambergris = Ambergris (taken from digestive tract of whales), an ingredient of perfume, has been mostly known for its use in creating perfume and fragrance much like musk. Perfumes can still be found with ambergris around the world
سنبل مویه : سنبل ګل، مو: ويښتۀ ۔ ( لکه د سنبل د ګل پۀ شان ويښتۀ لرونکې محبوبه) One with a face like the hyacinth flower
سمن بره: سمن: ياسمين، بر: فصل ۔ سمن بره مطلب هغه محبوب چې د ياسمين د ګل پۀ شان فصل لري ۔ د محبوب د ښائست د پاره کنايه ده ۔
ګلعذاره، زلفې ماره، شهسواره، خوش رفتاره
باده نوشه، می فروشه، قصب پوشه، مو کمره
ګلعذاره = ۱) د ګل په څېر رخسار لرونکې ۲) ډېر زيات ښکلې ۳) معشوق، ګل غوټۍ
زلفې ماره = د مار په څېر زلفې لکه د محبوبې ښکلې زلفې
شهسواره: چې ښۀ سوارلۍ کولے شي ۔
خوش رفتاره: چې رفتار يې ښائسته وي ۔
باده نوشه: چې شراب څښي يا يې څښلي وي ۔ One who drinks alcohol
می فروش: چې شراب خرڅوي A person who sells alcohol
Both, the two words above are compliments, a person that intoxicates one with their beauty & good company
قصب پوشه = د ورېشمو پۀ کپړو کښې پټ محبوب، ښائسته او قيمتي جامې اغوستونکے محبوب ۔ A person wearing brocade
BROCADE = A rich fabric, usually silk, woven with a raised pattern, typically with gold or silver thread. Basically, a well dressed person
مو کمره = لکه د وېښته په څېر نرۍ ملا ۔ نرۍ ملا د ښائست معيار ګڼلے شي ۔
دلنوازه، سرفرازه، عشوه سازه، لعبت بازه
خود پسنده، سربلنده، شکر خنده، لب شکره
دل نواز = ډاډګېرنه راکوونکی، همدرد، غمګسار
سرفرازه: کاميابه Succesful
عشوه سازه: ناز او ادا کوونکې
لعبت باز = د ګوډګیو لوبوونکے، لکه ډېر هوښیار او ځیرک
خود پسنده: د خپلې مرضۍ مالک، د خپلې طبعې، د خپلې خوښې څښتن
سربلنده = ښاغلے = Honourable
شکرخنده: چې خندا يې د شکرو غوندې خوږه وي ۔ A compliment, a sweet smile of the lips
لب شکره: خوږې شونډې لرونکې = A compliment
طربناکه، ګرېوان چاکه، تل بې باکه، تش تپاکه
خود ارایه، خود نمایه، خود ستایه، خوش هنره
طرب ناکه : ښادي او خوشالي شیندونکې
بې باکه = ۱) بې ترسه، بې وېرې ۲) بې پروا، بې ډبه، هغه څوک چې مهمو چارو ته په جدي نظر نه ګوري ۳) بدفعله، بداخلاقه
تپاکه= ۱) شوق ، ګرمي ، جوش ٢) د مينې او محبت زياتوالے ۳) حرص، لالچ
خود ارايه: چې خپله رايې مني د بل چا نۀ ۔ يعني نيازبينه
خود نمايه: چې ځان ښايي او ښکاره کوي ۔ يعني پۀ خپل ښائست فخر کوي ۔
خود ستايه: چې ځان ستائي، د ځان صفت او تعريف کوي ۔
خوش هنره: چې ښکلي هنرونه يې زده وي ۔ لکه خندا،ناز و ادا، اخلي پخلي کښې تکړه وغېره ۔
غزل خوانه، خوش الحانه، دُر دندانه، لب خندانه
عنبر خاله، پُر خیاله، تل خوشاله، د زړه غوره
[خوشحال خان بابا]
.غزل خوانه: چې غزلې وئيلے،ليکلے او لوستلے شي ۔ يعني چې خبرې کوي ، داسې خوږې لګي لکه چې غزل چې اورې ۔
خوش الحانه: چې اواز يې خوږ وي ۔
در دندانه: چې ښاغونه يې د ملغرو غوندې سپين او ښائسته وي ۔ One with teeth like pearls
لب خندانه: چې شونډې يې تل پۀ خندا او پۀ مسکا وي ۔ always Smiling
عنبر خاله: عنبر: خوشبودار شے، ښکاره خال ۔ One with stamped moles on her face
تل خوشاله = Always happy
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ بېزار داوړ ۔ ۔ ۔ ۔ .
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.