داوود خان او ملا قلي؛ یو جالب داستان:
د ۱۳۵۳ کال په اوږدو کې سردار داوود خان د کندز ولايت د شهر روان له پروژې ليدنه کوله ، د لیدنې په ترڅ کې يې، يوه ورځ ناوخته زړي محلي جامې پر تن کړې سره ازبيکي خولۍ پر سر کړه
خپلو امنيتي کسانو ته يې وویل: زه نن شپه هغه کلي ته ځم تاسو مې له لرې څارنه کوئ خو پام مو وي چې څوک پوه نه شي! چې زه څوک يم.!! او تاسو زما ملګري یاست!
ماښام ناوخته کلي ته ولاړ د ملا قلي دروازه يې وټکوله د ملاقلي زوی له کوره راووت ، سردار داوود لاس ور اوږد کړ ستړي مشي يې ورسره وکړه
د ملا قلي زوی ترې وپوښتل خيريت دی کاکا؟ سردار داوود وویل: مسافريم؛ د شپې ځای راکولی شئ ! د ملا قلي زوی وویل: په دواړو سترګو میلمه د خدای دوست وي ، خدای دې راوله سردار داوود د ملا قلي له دهقانانو سره شپه تېره کړه
امنيتي کسان يې د ملا قلي له کوره راتاو ول په دې شپه ملا قلي لږ ناوخته کورته راغی د سردار داوود سره يې تر نيمو شپو مجلس وکړ
د سردار داوود خبرو ډېر خوند ورکړ ملا قلي سردار داوود ته وویل: ډېر وبخښه زه کورته ناوخته راغلم هلکانو به د تاسو سمه ميلمه پالنه نه وي کړي
د سهار چای ته زما خاص ميلمه يې سهار وختي ملا قلي يو پسه حلال کړ څو ډوله غوښه يې پخه کړه څه غوښه يې دسفر په خاطر ورته وساتله سردار داوود د شپې ملا قلي ته ویلي ول چې زه کابل کې يو غريبانه جونګړه لرم-
ورور مې دلته د شهر روان شرکت کې مزدور دی د هغه ليدلو ته راغلی يم د چای څښلو وروسته سردار داوود د ملا قلي نه رخصت واخيست خپل يو مخصوص کارت يې ورکړ چې هر کله کابل ته راتللې دغه زما د کور آدرس دی حتمآ به زما پوښتنه کوې!-
خو پام کوه ، چې دغه کاغذ بل چاته ونه ښایې زه دېر دښمنان لرم هسې نه څوک درته ضرر پېښ نه کړي سردار داوود څو ډوله کارتونه لرل چې په مختلفو ژبو ليکل شوي ول
ملا قلي ته يې عمدآ هغه کارت ورکړ چې په انګليسي ليکل شوی و
ملا قلي کارت وليد په محتوا يې پوه نه شو جيب کې يې واچاوه
سردار داوود يې په يو مست خر کېناوه ، سردار داوود ډېر وويل: په خره نه سپرېږم! پیاده ځم-
خو ملا قلي ونه منله سردار داوود وویل: بيا به د تاسو خر څوک راولي ملا قلي وويل: که ورور دې پيدا کړ ٫ هغه به يې راولي او که پيدا دې نه کړ يو خر دې له تا ځار وي!
خدای پاماني يې وکړه، خر حرکت وکړ ډېره لار مخکې لاړ ملا قلي خپلې کلا ته ننوت د سردار داوود امنيتي کسان له هرې خواه راووتل
سردار داوود يې له خره راکوز کړ ، سردار داوود ، د خپل امنيتي ګارډ يو افسر ته وویل: چې څو ساعته وروسته يوه جوړه محلي زړې جامي پر تن کړه! د ملا قلي خر وروله! مننه ترې وکړه! او داهم ورته ووايه!
چې کابلي میلمه خپل ورور پيدا کړ ، خو پام کوه پوه نشي چې زه څوک يم او له تا سره څه اړيکې لرم!
شپږ مياشتې وروسته ملا قلي د خپل تجارت په لړ کې يوه لارۍ شيرين بويه کابل ته روانه کړه چې کله کابل ته ورسېد ، شيرين بويه يې سرای شمالي کې له لارۍ نه کښته کړه ، ساعت وروسته چا ورته وويل: ملا صاحب! کاشکې دې شيرين بويه تورخم ته وړې وای دلته به دومره ګټه پکښې ونه کړې-
ملا قلي هم په خپله تېروتنه پوه شو څه يې ونه ويل: د شيرين بويې سوداګر پرې رامات شول ملا قلي له لږ سوچ وروسته سوداګرو ته وويل: زه دلته خپل کابلي ملګري سره مشوره کوم ، بيا وروسته تصميم نيسم چې څه وکړم-
کارت يې له جيب نه راوويست يوه ټکسي يې ودروله کارت يې وروښود چې زه دغه آدرس ته ځم په څو افغانۍ مې وړې؟
هغه زمان د استخباراتو يو شمیر مامورینو له رسمیت ورووسته ښار کې ټکسي واني کوله-
له نيکه مرغه ملا قلي د همداسې يو ډریور سره مخ کېږي، ډریور د سردار داوود مخصوص کارت پېژني له موټره راګوزېږي په ډېر احترام د ملا قلي لاسونه نيسي د ټکسي دروازه ورته خلاصه وي ، د ملا قلي نه هيله کوي چې ټکسي ته پورته شي-
ملا قلي وايي د کرايې خبره دې خلاصه کړه په تاسو کابليانو اعتبار نه دی پکار بيا به هلته رانه ډېرې پیسې غواړې!؟ ډريور ورته وويل: ته د کابليانو ميلمه يې موږ له ميلمنو کرايه نه غواړو!
مهرباني وکړه ټکسي ته پورته شه ملا قلي تعجب وکړ ټکسي ته پورته شو ډریور ته يې وويل: چې زما ملګری هم د تا په شان هوښيار او مهربانه انسان دی-
کله چې زما ميلمه و ټولو ماشومانو ته يې سل، سل افغانۍ ورکړې وې د تللو پر وخت مې يو خر ورکړ هغه يې هم بېرته راولېږه ، اوس مې ورته يو پيپ سره کړې غوښه راوړې؛ په دې هيله چې پيدا يې کړم
ډريور غلی ناست وو أه يې له خولې نه خوت د ملاقلي خبروته يې غوږ نيولی وو د ملا قلي خبرې لا خلاصې نه وې چې ټکسي وان خپله ټکسي د ارګ مخې ته ودروله ټکسي وان په ډېر ادب د ملا قلي نه کارت واخیست له ټکسي کوز شو کارت يې د قرول نوکریوال ته وروښود چې دغه کس وايي زه د سردار صاحب ملګری يم-
نوکریوال د سردار داوود سکرټر ته ټليفون وکړ سکرټر موضوع له داوود خان سره شریکه کړه سردار داوود عاجل وپوښتل چې زه خو به يې نه يم پېژندلی!؟
سکرټر له نوکریوال نه پوښتنه وکړه چې ملا صاحب خو به سردار صاحب نه وي پېژندلی!؟ نوکریوال له ټکسي وان نه وپوښتل چې تا خو به ميلمه ته نه وي ويلي چې سردار صاحب څوک دی؟
ټکسي وان وویل نه، نه مې دي ويلي او هغه هم نه پوهېږي چې سردار صاحب ولسمشر دی ، نوکریوال سکرتر ته اطمنان ورکړ چې ملا صاحب نه پوهېږي ، چې سردار صاحب څوک دی!؟ ټکسي وان ورته څه نه دي ويلي-
سردار داوود د دې خبر په اورېدو ډير خوشحاله شو - سکرټر ته يې وویل: د تشريفاتو ريئس ته ووايه ، چې ملا صيب د يو رئیس جمهور په شان تر قصره بدرګه کړي ، ملا صاحب څو دقيقې انتظار شو په ډرېور يې سترګې برګې کړي څه کوي استاده ناوخته شو-
ډرېور وويل: ملا صاحب لږ انتظار نور هم وکړه دلته څوک په انګليسي نه پوهېږي چې ستا د ملګري دقيقه پته ترې واخلم ، يو کس راروان دی څو دقيقې وروسته رارسېږي هغه پوهېږي چې ستا ملګری چېرته اوسي-
له لږ ځنډ وروسته د ارګ دروازه خلاصه شوه دسړک دواړو غاړو ته ارکستران ولاړ ول - ډریور ټکسي ته وخوت د ارګ په دروازه ورننوت
ارکسترانو موزيک مرش کړ، د موزيک تر څنک وړو انجونو او هلکانو په موټر ګلان شيندل ملا قلي حيران و ډريور ته يې وويل: استاده! چېرته دې راوستم؟
دا ماشومان څوک دي او ولې پر موږ ګلان شيندي؟؟ ډريور ويل: ملا صاحب تشویش مه کوه - زموږ موټر تصادفي پدې لاره برابر شوی اوس به ورسېږو -څو دقيقې وروسته ټکسي د ګلخانې ماڼۍ مخې ته ودرېده - ډریور راکوز شو د ټکسي دروازه يې پرانيسته - ملا قلي ته يې وويل: راورسېدو ملا صاحب! مهرباني وکړئ راکوز شه!
ملا قلي چې دقصر ښکلا وليدله حيران شو ډریور ته يې وویل زما ملګری غریب سړی دی داسې ښکلی کور نه لري - خپله يې راته ويلي ول چې زه کابل کې يوه غريبانه جونګړه لرم - تا خو زه سم جنت ته راوستم-
زه له موټر نه ، نه کوزېږم راځه چې بېرته ځو - په همدې وخت کې د داوود خان سکرټر راغی ملا قلي ته يې وویل: تاسو په سم آدرس راغلي ياست ملا صاحب! راځه راکوز شه ملګری دې همدلته دی
ملا قلي وویل: نه وروره اشتباه شوې موږ وبخښه که اجازه راکړئ بېرته لاړ شو مهرباني به مو وي-
دوی لا په همدې کش مکش کې ول چې سردار داوود خپل رسمي لباس کې له زينو راکوز شو کله چې د ملا قلي سترګې پرې ولږېدې
وې پېژنده چې دا خو سردار داوود د افغانستان ولسمشر دی
عکسونه يې هم پيسوکې چاپ شوي له دېر هیبت نه خولې پرې راماتې شوې او د ټکسي په سېټ کې بې حاله راپرېوت
له لږ ځنډ وروسته په حال راغی ، ګوري چې سردار داوود. سره ازبيکي خولۍ پر سر ايښې له خندا شين د ده تر څنګ ناست دی
ملا قلي يې لاسونه ونیول سردار داوود يې ږیره ښکل کړه
په اوږو يې لاس ورواچاوه ورته يې وويل ملا صاحب زه ستا هماغه مسافر آشنا يم پام کوه د ولسمشر په سترګه راته ونه ګوري ! زه له ډېرو تشريفاتو تنګ شوی يم - ملا قلي څو ورځې د ولسمشر ميلمه وو هفته وروسته خپل ټاټوبي کندز ته راستون شو-
کله چې د امام صاحب چوک ته راورسېد دا غږونه يې واورېدل؛ يو څوک په مکرر ډول ناري وهلې ملا قلي، ملا قلي، ملا قلي - د غږ پر لور ورغی د يو امريکايي جيپ موټر تر څنګ يې يو ځوان وليد چې همدا ناري وهي - ملا قلي ترې وپوښتل: څه وايې ځوانه؟
ځوان وويل: تاته هيڅ هم نه وايم ملا صاحب!
خو ښځه د ملا قلي او دولت پر تا .......... زه د دې موټر کلينر يم دوه ورځې کېږي - د دولت مسولينو مجبوره کړي يو چې هره ورځ د ملا قلي ترکوره يو ځل لاړ شو -او دا ناري په مکرر ډول ووهو-
کاشکې سورلي وي يو نفر هم نه پیدا کېږي تش ځو او راځو، که داسې ونه کړو بيا مو جريمه کوي - ملا قلي وويل: کنځلې مه کوه زه ملا قلي يم - استاد ته دې ووايه چې راشي ما تر کوره ورسوئ! ډېرې پيسې به درکړم.
له هغې ورځې وروسته د ملا قلي کلی د ده په نامه مشهور شو چې نن هم دغه ښکلې سيمه دملا قلي په نامه يادېږي.
سرچينه: شهيد زين العابدين پردېس.
مرحوم ملا قلي د شهيد پردېس سره ښې دوستانه اړيکې درلودې دغه خاطرې او رازونه يې خپله ورته ويلي
ممکن شهيد پردېس دغه خاطرې ليکلي وي
او د وخت مطبوعاتو نشر کړي هم وي
خو زما سره په دې اړه نور کره معلومات نشته
ما دغه کيسې او خاطرې په شفاهي ډول له خپلې خدای بخښلي مور اورېدلي او نن په دې وتوانيدم چې تاسو غزيزانو ته يې په ليکنې بڼه وړاندې کړم.
ليکوال ✍️ عرفات پردېس
حافظ رحیم الله قانع.

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.